د پاکستان د بلوچستان صوبې په اواران ضلع کې د لټون په عملياتو کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی، پوځ ویلي لانس نايک افسر د ترهګرو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، د استخباراتي خبر په اساس چې د اواران سره نزدې په جټ بازار کې ترهګر پټ دي، پوځ د لټون او پاکۍ عملیات کړي دي.
ويل شوي د عملیاتو په مهال د ترهګرو سره په نښته کې د پوځ لانس نايک محمد اقبال ژوبل شوی او بيا کراچۍ ته منتقل کړی شوی ؤ او د زياتې وينې تلو له امله هغه بيا ژوند د لاسه ورکړی دی.
پوځ ويلي امنيتي ځواکونو بیا جټ بازار او علاقه پاکه کړې ده.
په پوځي بيان کې د ترهګرو سره په نښته کې ترهګرو سره د کوم تاوان اوښتو نه دي ويل شوي.
په سمدستي ډول د نښتې زمه واري چا نه ده منلې.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي، امنیتي ځواکونه د عملیاتو په مهال د ترهګرو د وژلو دعوې کوي او بيا په بېلابيلو پېښو کې امنيتي ځواکونه هم په هدف کيږي.
د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د بلوچستان په ارماړه کې په امنيتي ځواکونو ترهګر برید شوی چې پکې د ملېشې اووه سرتيري او اووه امنیتي ساتونکې وژل شوي وو.
پوځ ويلي ؤ دغه 14 امنيتي سرتیري د او جي ډي سي اېل د کاروان سره په ساتنه مامور وو.
د ياد برید ذمه واري د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د وسلوالو تنظیمونو اتحاد پر غاړه اخیستې او دعوه یې کړې وه چې په برید کې یې تر 15 زیات عسکر وژلي او ټپیان کړي وو.