واشنګټن ــــ د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او د دې هېواد د اپوزیشن ګوندونو په اتحاد پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ کې شاملو اکثرو ګوندونو د قومي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د نیول کېدو غندنه کړې او دا یې د هغه له آییني حقونو سرغړونه بللې.
ایچ آر سي پي په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر د ګرفتارۍ پر طریقه کار په دوو ټویټونو کې خپله شدیده اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې ده چې هغه دې بې له شرطه خوشی کړل شي:
"ایچ آر سي پي پر دې خبره سخته اندېښمنه ده چې د قومي اسمبلۍ پر اوسني غړي علي وزیر د 'ریاست د مخالفت' احمقانه تورونو بیا بیا لګېږي. د [پاکستان] د شهریت لرونکي په توګه د رایې اظهار د علي وزیر آییني حق دی".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د دسمبر پر 16مه په پېښور کې پولیسو وروسته له هغه ونیو چې د آرمي پبلک سکول د ماشومانو په یادغونډه کې یې ګډون کړی وو او تر نیول کېدو وروسته یې په جهاز کې کراچۍ ته یووړ.
د دسمبر پر اوومه د کراچۍ په سهراب ګوټ پولیسو د پي ټي ایم جلسې ته په وینا کوونکو مقدمه درج کړې وه چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل دي، په مقدمه کې ويل شوي چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليسو په ضد سپکه، له شره ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.
د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان هم په یو بیان کې د علي وزیر نیول کېدل او له هغه سره "د پولیسو رویه" د پارلمان، آیین او د رایې د اظهار سپکاوی بللی. ایمل ولي وایي که د ولس له منتخب استازو سره دا ډول چلند کېږي نو خلک به پر قانون او امنیتي ادارو خپل باور وبایلي:
"په جمهوریت کې د رایې د اظهار ازادي د هر ښهري حق دی هیڅوک یې نه شي ترې اخیستلای، د قومي اسمبلۍ له یو غړي سره چې کوم چلند کېږي دا د پارلمان سپکاوی دی او دا عمل د پارلمان، د آیین د لاسبرۍ او د قانون د عملدارۍ خلاف دی".
د علي وزیر کورنۍ دوې ورځې وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې علي وزیر ورته په ټیلیفون ویلي ژوند ته یې خطر دی چې تر هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو د خلکو تر غبرګون وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په یوه بیان کې له پیپلز ګونده غوښتنه کړې وه چې د علي وزیر ژوند و ژغوري. ښاغلي اڅکزي ویلي وو:
"موږ د سیند حکومت، د سیند وزیراعلی او ټولو اړوندو چارواکو ته خبرداری ورکوو چې د علي وزیر ژوند ته هر ډول نقصان به داسې نتایج ولري چې تصور یې نه شي کېدای".
خو د کراچۍ پولیسو دا دعوې رد کړې دي چې ګواکې د علي وزیر ژوند ته څه خطر دی. د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې هغه د دسمبر پر 19مه د "عادي کتنې" لپاره د کراچۍ این ای سي وي ډي روغتون ته وړی وو او ښه دی.
علي وزیر، په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او له دوی سره نیول شوي درې نور کسان د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د دسمبر پر 19مه د بغاوت په تور تر 30م دسمبر پورې پوليس ته په ریمانډ حواله کړي خو دوی دا تورونه رد کړي دي.