په نيويارک کې د خبریالانو د تحفظ ادارې [کمېټي ټو پروټېکټ، سي پي جی] ويلي په کال 2020 کې د خبريالانو وژنې دوه چنده سېوا شوي، جرمي او تندلارې وسله والې ډلې غواړي چې د تشدد د لارې د دوی اواز غلی کړي.
د سي پي جی ترمخه د روان کال 2020 د لومړۍ جنورۍ نه تر 15 دسمبر په مينځنۍ موده کې په نړۍ کې 30 جرنلېسټان وژل شوي دي، په کال 2019 کې 21 جرنلېسټان وژل شوي وو.
د سي پي جی په رپورټ کې ویل شوي په مېکسيکو کې تر ټولو زيات جرنلېسټان وژل شوي دي، په نورو هېوادونو کې چې زيات جرنلېسټان وژل شوي شام، افغانستان او فلپاين شامل دي.
خو د افغانستان په وژل شوؤ جرنلېسټانو کې رحمت الله نېکزاد نه دی شمار کړی شوی.
رحمت الله نېکزاد د ګل/ دوشنبې په ورځ د افغانستان په غزني کې نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.
د نېکزاد د وژنې سره په دوه میاشتو کې په افغانستان کې د جرنلېسټانو د وژنو شمېره پينځه ؤ ته رسېدلې ده.
سي پي جی په خپل رپورټ کې په جمهوري ملکونو کې جرمي او تندلارې وسله والې ډلې د جرنلېسټانو د دوه چنده سېوا وژنو زمه وارې يادې کړي دي.
د سي پي جی د وکالت مشر کورټني رېډش ویلي، د جرنلېسټانو د وژنو په مقدمو کې قانوني ناکامۍ يا نيمګړتياؤ دا مشکل نور سېوا کړی دی.
هغه ویلي، په ځانګړي توګه د چا سره هم د جرنلېسټانو د وژنو په مقدمو کې حساب نه دی شوی او نه سمې پلټنې شوي دي.
هغه زياته کړې هغه څوک چې د دوی په وژنو کې لاس لري د هغو دپاره دا اشاره ده چې نه دې ويریږي ځکه چې څوک هم نشته چې ستاسو سره حساب وکړي.
د جرنلېسټانو د نړیوالې اتحاديې [ايي اېف جی] ترمخه مېکسيکو او فلپاين د جرنلېسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ملکونه دي، چرته چې د کال 2019 نه 2658 جرنلېسټان وژل شوي دي.
په مېکسيکو کې 175 او په فلپاين کې 159 جرنلسټان وژل شوي دي.