لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندرغاړې دلراج:دمېنې کیسو ته هډو جوړه شوې نه یمه


دپښتو وتلې سندرغاړې دلراج چې دښکلي غږ ترڅنګ پریمانه حسن هم لري وایي، دماشوموالي نه سندرو کې اخته ده اؤ هډو د مینې کیسو ته جوړه شوې نه ده.

هغه د څلورو کالو وه چې سندرې یې پیل کړې وې اوس ۲۱ کلنه ده ، په لکونو مینه وال لري ، خلک یې غږ خوښوي اؤ په لسګونو سندریز البمونه یې مارکیټ ته راوتلي دي، ګڼو فلمونو ته یې هم سندرې ویلي اؤ ددې ترڅنګ په سټیج ،ټي وي اؤ راډیو یې هم دخپل هنري صلاحیت ښودنه کړې ده.

وي او ای ډیوه د دلراج څخه وپوښتل شهرت دې ډیر پیدا کړو اوس واده کله کوې ؟ هغې وویل “ نه مې لا تراوسه څوک خوښ شوی اؤ نه مې داسې لا چرته ذهن ته راځي چې زه به هم لا واده کوم اؤ د کور د ذمه وارو لاندې به راځم”

هغه وایي په سندرو ویلو کې رالویه شوې ده اؤ دومره ډیرې هنري بوختیاوي لري چې پخپل ماشومتوب هم نه ده پوهه شوې .

هغه وایي نه یې ګوډۍ لوبولي، نه یې نورو جینکو سره میرګاټي یا چیندرو کړې ده خو بس په یوه مخه یې سندرې ویلي دي.

دل راج په پیښور کې په یوه فني کورنۍ کې سترګې پرانستي ، خو دپلار تعلق یې د سوات سیمې سره دی .

دل راج هسې خو ډیره غلې اؤ نرم خویه ده خو ګرځیدل ، په سیل وتل اؤ دخپلو همزولو جینکو سره مستۍ اؤ شرارتونه خوند ورکوي.

وایي” اوس هم راته ډیر موقعې په لاس نه راځي چې دخپلو همزولو سره په سړه سینه چرته کښینم ، ټوقې ،ټقالې اؤ ګپې شپې وکړم خو بیا هم په زوره خپلو همزولو ته وخت وباسم اؤ چې کله ورسره کښینم نو ښې ډیرې مستیانې کوؤ”

تر شپږم ټولګي یې رسمي زده کړې کړي خو ډیوه سره یې خبرو کې وویل” زه ډیره ماشومه وم چې په سندرو کې مې شهرت بیاموندو ، بیا چې به سکول ته تلم نو دخپل سکول جینکو به ډیره تنګولم ، د سندرو فرمائشونه به یې رانه کول، عکسونه یې راسره ویستل بس نو سبق مې ورته پریښودو”

هغه وایي چې دسبق پریښودو یوازینۍ وجه یې دا هم نه وه چې ګنې دخپل شهرت نه تنګه وه خو فني بوختیاوې یې د ماشومتوب نه دومره سیوا شوې چې نور یې سبق نه شو ویلی.

هغه وایي “د سندرو فن ته د نوؤ اؤ تعلیم یافته جینکو راتګ ښه خبره ده خو پکار ده چې دغه نوې پیغلې دسندرو دنیا ته د راتګ څخه د مخه ښه محنت وکړي، دتکړه استاذانو شاګردي وکړي اؤ یوازې د کمپیوټر په مرسته خپلو اوازونو بدلؤلو ته خوشحاله نه شي”

دل راج وایي خپل مینه وال ورسره د نړۍ په هر ګټ کې مینه کوي خو په افغانستان کې چې خلک د فن اؤ فنکار سره څومره مینه کوي د هغې جواب نشته.

هغه وایي د شهرت سبب یې دا سندره ګرځیدلې وه چې “سترګې ورله تورې کړئ ، نکریزې ورله پورې کړئ” اؤ له دې وروسته یې چې بیا څومره سندرې ویلي خلکو خوښې کړي دي

هغه وایي پخپله یې غزل ویل ډیر خوښیږي اؤ په غزلو کې هم غمژنې غزلې د زړه له تله وایي خو د مینه والو په غوښتنه مستې سندرې هم ریکارډ کوي ولې داسې شاعري هرګز نه وایي چې د اخلاقو نه پریوتي و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG