لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې احتجاج کوونکي وایي کریمه بلوچ "وژل شوې" او پلټنې یې غواړي


کوټه ــــ د کېنېډا په ټورنټو ښار کې د بلوچستان د سیاستوالې کريمه بلوچ د مرګ د پيښې پر ضد په کوټه کې "بلوچ يکجهتي کمېټۍ" احتجاجي غونډه کړې چې د ګڼ شمېر بلوڅو مېرمنو تر څنګ د بېلابېلو سياسي او مدني تنظيمونو غړو او فعالانو پکې ګډون کړی دی.

په احتجاج کې شريک ملتپال سياسي مشر ډاکټر عبدالحی بلوڅ د کريمه بلوچ د مرګ پېښه يو منظم پلان ګڼلی او تور پورې کوي چې کريمه د بلوڅ قام د مبارزې او سياسي فکر لرلو په وجه وژل شوې ده:

"تر ناپاکه منصوبه لاندې زموږ د بلوچستان لور، د بلوچستان خور شهيده کړل شوې، د افسوس خبره خو دا ده چې دا پيښه په يو داسې ملک کې شوې چې هغه د انساني حقوقو دعويدار دی".

سياسي فعاله ماه رنګ بلوچ وايي کريمه بلوچ يوه ښځينه رهبره وه، هغې تل د بلوڅ قام لپاره ږغ پورته کړی وو، ماه رنګ وايي د کريمې بلوچ په وړاندې د هغې سياسي ملګري اغوا شوي او وژل شوي خو هغه پر شا و نه تمبېده، بلکې پر خپل قامي فکر تر اخري دمه ټينګه و اوسېده:

"د مبارزې له اولې ورځې نيولې بيا تر نن ورځې هغې [کريمې] پر جدوجهد يقين درلود او پر هغه باندې قايمه وه، هغه په هيڅ حال کې هم له بلوڅ قامي فکره کله پر شا نه شوه".

د بلوڅ ملتپال ګوند بي اين پي مېنګل د مرکزي کمېټۍ غړې شمايله بلوڅ وايي د کريمه بلوچ مرګ ته د ځانوژنې رنګ ورکول کيږي، خو شمايله وايي چې کريمه بلوڅ داسي څوک نه وه:

"کريمه بلوڅ د خودکشي کولو ښځه نه وه، که هغه داسې ښځه وای ډېر اول به يې دا کار کړی وای".

کېنېډا کې د کریمه بلوچ د مرموزې مړینې په ضد په کوټه کې احتجاج
کېنېډا کې د کریمه بلوچ د مرموزې مړینې په ضد په کوټه کې احتجاج

په احتجاج کې شريک مدني فعال نظر پړيڅي وي او اې ډيوه ته وويل د پيښې ازادې پلټنې دې وشي، "له کېنېډا او اقوام متحده د ازادو پلټونو غوښتنه کوو، ولې چې په کېنېډا رنګه محفوظه ملک کې يوه سياسي پناه ګزينه څنګه وژل کيږي؟ که د دې پيښې پلټنې ونه شي د دې مانا دا چې بيا به يو ځای هم پناه ګزين خوندي نه وي ".

37 کلنه کريمه بلوڅ د بلوچستان له تربت سيمې سره تعلق لرونکې سياسي فعاله وه، هغه په 2014م کال کې د بلوڅ زدکونکو د سازمان بي ايس او (ازاد) اولنۍ ښځنيه مشره پاتې شوې، خو له تيرو پینځو کالو یې په کېنېډا کې د سياسي پناه اخيستونکې په توګه ژوند کاوه.

کریمې بلوچ په کېنېډا کې په بېلابېلو غونډو او احتجاجي مظاهرو کې او د ملګرو ملتونو په غونډو کې ګډون کاوه او له بلوچستان سره پر تړلو مسئلو او موضوعاتو خصوصاً د جبري بې درکه بلوڅانو په اړه به يې بحثونه کول.

د کېنېډا د ټورنټو د پوليسو په خبره کريمه بلوڅ د روان کال د دسمبر پر20م لا درکه شوې وه، يوه ورځ پس پر 21م دسمبر د هغې مړی و موندل شو.

د ټورنټو پوليسو په خپل رپورټ کې ويلې په ابتدايي تحقيقاتي رپورټ کې يو قسم شک هم نه شته او هغه [کريمه] چا وژلې نه ده، خو پوليسو په خپل ابتدايي رپورټ کې دا نه ده څرګنده کړې چې د هغې مرګ څنګه او ولې وشو.

له بلې خوا په کېنېډا کې د پاکستان د های کميشن له لوري يو بیان جاري شوی او وایي"د کريمه بلوچ د مرګ خبر د رسنيو له لارې رارسېدلی، پاکستاني هايي کميشن د کېڼېدا له حکومت څخه د کريمې بلوچ د مرګ د پيښې په تړاو معلومات غوښتي".

های کميشن وايي تر اوسه د کېنېډا د حکومت له لوري ځواب نه دی ورکړل شوی. های کميشن په خپل بیان کې د کريمې بلوڅ له کورنۍ غمشریکي کړې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG