واشنګټن ــــ د امريکې نوي منتخب صدر جوبایډن ويلي د صدر ټرمپ د ايميګرېشن يا کډوالۍ په قوانينو کې به اصلاحات کوي خو وايي په دغه کار به وخت لګېږي. وایي د دې تر څنګ به د هغو میلینونو کډوالو ستونځه هم حل کړي چې امریکې ته د راتګ لپاره له میکسیکو سره پر پوله بند پاته دي.
د جوبایډن له خوا د صدر ټرمپ د انتظامیې په پالیسو کې د مهاجرت د قانون اصلاح کول یوه بله مهمه پالیسي ګڼل کېږي، خو جوبایډن نه غواړي د مهاجرت په قانون کې د بدلون کار په تېزۍ سره وکړي، ځکه هغه خبرداری ورکوي چې له دې سره د امریکې پر پوله نورې ستونځې جوړېدای شي.
صدر ټرمپ د يو شمېر مسلمان اکثریت ملکونو ایران، شام، یمن او لېبیا په وګړو امريکا ته په راتګ بنديز لګولی وو او د ګاونډي لاتيني امريکايي ملکونو د کډوالو سره يې هم په ايميګرېشن کې ډېره سختي کړې وه.
د دې تر څنګ یې پر نایجېریا او میانمار باندې سفري بندیزونه لګولي وو چې اقلیتي مسلمانان پکې د وژنو له ستونځو سره مخ دي. همدارنګه یې پر ایریټېریا، سوډان، تنزانیا او قازقستان هم سفري بندیزونه لګولي وو.
جوبایډن ویلي د صدر ټرمپ له خوا د ايميګرېشن يا کډوالۍ په سختو قوانيونو کې د اصلاحاتو په اړه ويلي، د ګاونډي هېوادونو په خصوصي توګه ميکسيکو او نورو لاتيني امريکايي ملکونو د مشرانو سره يې په دې اړه د وړاندې نه خبرې اترې روانې دي.
د جوبایډن د صدارت په مهال د مهاجرت په قانون کې د بدلون په اړه دا څرګندونې د هغه دوو لوړپوړو سلاکارانو سوزن رایس او جېک سولوېن هم د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ له یوې هسپانوي خبري ادارې سره خبرې کړې دي.
د جوبایډن سلاکارانو ویلي جوبایډن به دا کار د یو انتظامي امر په بنیاد کوي او ټینګار یې کړی داسې پلان به جوړوي چې له لاتیني امریکایي هېوادونو سره انساني مرستې وکړای شي.
جوبایډن د خپلو سلاکارانو د خبرو په تایید په ډلاوېر کې د میکسیکو له صدر سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي، په لومړي پړاو کې به د پناه اخیستونکو په موجوده قانون عمل ودروي او بیا به پر پوله د هغو دوه میلینه خلکو ستونځه حل کوي چې غواړي امریکې ته داخل شي.
جوبایډن ویلي چې د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د موجوده بندیزونو خاتمه به لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت واخلي.
جوبایډن دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د امریکې د کسټم او سرحدي چارو چارواکو ویلي، په تېرو درو میاشتو کې هم 30 فیصده پناه اخیستونکې د هېواد په جنوبي سرحد باندې بندي کړل شوي دي.
ماهرین وایي دا شمېر به د جوبایډن له راتګ سره نوره هم زیاته شي ځکه چې وایي په مرکزي امریکایي هېوادونو کې دوو سمندري توفانونو او کورونا وایرس خلک ډېر زیات زیانمن کړي دي.