لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: له هند سره په اوسنیو حالاتو کې پټې سفارتي اړیکې امکان نه لري


واشنګټن ــــ د پاکستاني د مطبوعاتو تر مخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، په موجوده حالاتو کې د هندوستان سره د پردې تر شا د پټو سفارتي اړیکو هیڅ امکان نه شته.

د ډان ورځپاڼې د خبر تر مخه شاه محمود قریشي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په ملتان کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي:

"د هندوستان سره په موجوده تاوجنو حالاتو کې د بېک ډور ډیپلومېسۍ یا پټو سفارتي خبرو اترو هیڅ امکان نه شته. تر څو چې په کشمیر کې د هندوستان له خوا روان زیاتی نه وي ودرېدلی د خبرو اترو امکان نه شته".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان سره د خبرو اترو امکان په داسې وخت رد کړی چې هند د وړاندې نه دریځ لري "خبرې اترې او ترهګري" په یو ځای نه شي کېدای.

هند وایي تر څو اسلام اباد د هغه ترهګرو ډلو پر ضد کوټلي ګامونه نه وي پورته کړي چې په هند کې په بریدونو کې ککړ دي، تر هغې د پاکستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره خبرې اترې نه شي کېدای.

د هندوستان او پاکستان تر منځ کړکیچنې اړیکې په 2016م کال کې په پټانکوټ هوايي مرکز د ترهګر برید وروسته نورې هم خرابې شوې. هندوستان د دغه برید تور په هغو ترهګرو ډلو پورې کړی وو چې هند یې په پاکستان کې د مېشتېدو دعوه کوي.

د 2019م کال د فېبرورۍ په پای کې نوي ډیلي ادعا کړې وه چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې یې د جېش محمد نومې وسله والې ډلې په کېمپ هدفي برید کړی او دا د کشمیر په پلوامه کې د پولیسو په کاروان د برید جواب وو. پلوامه برید چې د هماغه کال د فېبرورۍ په 14 نېټه شوی وو، پکې د هندي پولیسو 40 عسکر وژل شوي وو.

د بالاکوټ له برید یوه ورځ وروسته پاکستان وویل، د هندي هوایي ځواک دوې الوتکې یې ویشتلې، چې یوه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او بله د هندوستان تر ولکې لاندي کشمیر کې را غورځېدلې ده، هندوستان هم ادعا وکړه چې د پاکستان ایف 16 ډوله جنګي الوتکه یې را نسکوره کړې.

پاکستان د هند د هوایي ځواک وینګ کمانډر ابي نندن هم نیولی وو، پاکستان دغه هواباز د مارچ په لومړۍ نېټه بیرته د روغ نیتۍ په مرام هندوستان ته سپارلی وو.

شاه محمود قریشي په ملتان کې د هندوستان سره د پټو سفارتي خبرو اترو دا خبره په داسې مهال کړې چې هم روانه اوونۍ یې ادعا کړې وه چې هندوستان په پاکستان کې دننه د هدفي بریدنو تیاری نیولی دی او له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه هم کړې وه چې د ګاونډي هېواد داسې پلانونو ته دې پام وکړي.

روانه اوونۍ په ملتان ښار کې او د تېرې جمعې په ورځ د عرب اماراتو د سفر په وخت هم شاه محمود قریشي د هندوستان له خوا د سرجېکل سټرایکس ادعا کړې وه او ویلي یې وو که چېرې ګاونډی هېواد د "سرجیکل سټرایکس" یا هدفي بریدونو هڅه وکړي نو سخت او موثره جواب به ورته و وایي.

سرجیکل سټرایک هغه پوځي حملې ته ویل کیږي چې د هوایي یا مځکني بریدونو له لارې د دښمن هېواد یوه خاصه سیمه یا ځای په رسا ډول په هدف کړل شي.

په ایټمي وسلو سنبال دواړه ګاونډي هیوادونه یو پر بل د بریدونو، ترهګرۍ او د سرحدي لیکو د سرغړونې تورونه لګوي. که څه هم هندوستان تر اوسه د پاکستان دې تازه ادعاګانو ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو شاه محمود قریشي هم د خپلو دغه دعوو په اړه څه ثبوتونه نه دي ورکړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG