لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې هم سلګونو احتجاج کوونکو د کریمه بلوچ د مړینې پراخې پلټنې غوښتې


واشنګټن ــــ د بشري حقوقو د فعالې او د بلوڅ زده کوونکو د تنظیم بي ایس او- ازاد پخوانۍ مشرې کریمې بلوڅ د مړینې پر ضد له کوټې وروسته نن په کراچۍ ښار کې مظاهره شوې چې د هغې د مړینې په اړه یې د پراخو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د وايس فار بلوچ مسنګ پر سنز تنظیم مشر ماما قدیر وي او اې ډيوه ته وايي د کریمه بلوڅ د مرګ پلتنې دې وشي او حقایق دې معلوم کړی شي.

احتجاج کوونکو د کېنېډا حکومت څخه د کریمې بلوڅ د مرګ د ازادو پلټنو غوښتنه کړې او دا چې د هغې په مرګ ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.

د ټورانټو پولیسو ویلي چې دوی نه ګڼي د کریمه بلوڅې مرګ دې په مشکوکو حالاتو کې شوی وي، خو پوليسو په خپل رپورټ کې دا نه ده څرګنده کړې چې د هغې مرګ څنګه او ولې شوی.

د کریمه بلوڅ نیزدې ملګري او همکار فعال لطیف جوهر بلوچ اسوشېټیډ خبري ادارې ته ویلي چې د کریمې مېړه ورته داسې مسجونه ښوولي چې ورته د نا معلومو کسانو له خوا لېږل شوي وو او په کې لیکلي چې د کرسمس تحفې لپاره کریمې ته به داسې ډالۍ ورکړي چې نه هېرېدونکې وي.

د کېنېډا د ټورنټو د پوليسو په خبره کريمه بلوڅ د روان کال د دسمبر پر 20م لا درکه شوې وه، يوه ورځ پس پر 21م دسمبر د هغې مړی وموندل شو.

له بلې خوا په کېنېډا کې د پاکستان د های کميشن له لوري يو بیان جاري شوی او وایي"د کريمه بلوچ د مرګ خبر د رسنيو له لارې رارسېدلی، پاکستاني هايي کميشن د کېڼېدا له حکومت څخه د کريمې بلوچ د مرګ د پيښې په تړاو معلومات غوښتي".

های کميشن وايي تر اوسه د کېنېډا د حکومت له لوري ځواب نه دی ورکړل شوی. های کميشن په خپل بیان کې د کريمې بلوڅ له کورنۍ سره غمشریکي هم کړې ده.

د پاکستان حکومت د بلوڅې پر مړینه او د مظاهره کوونکو د غوښتنې په غبرګون څه نه دي ویلي.

37 کلنه کريمه بلوڅ د بلوچستان له تربت سيمې سره تعلق لرونکې سياسي فعاله وه، هغه په 2014م کال کې د بلوڅ زدکونکو د سازمان بي ايس او (ازاد) لومړۍ ښځنيه مشره پاتې شوې، خو له تېرو پینځو کالو یې په کېنېډا کې د سياسي پناه اخيستونکې په توګه ژوند کاوه.

په زوره د بې درکه شوو بلوڅانو د غږ تنطیم دعوه کوي چې د کال 2000م نه تر اوسه 55 زره بلوڅان په جبري توګه بې درکه شوي او په دې موده کې د 18000 کسانو مړي موندل شوي دي، خو په سرکاري توګه دا شمېر نه دی تایید شوی.

پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړای شوو کسانو د لټون لپاره جوړ شوی سرکاري کمېشن وايي دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې 848 کسان بندي دي چې پکې د زياترو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

خو د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين د سرکاري کمېشن دا شمېرې دروغ او بې اساسه بولي او وايي دا مهال په زرګونو بلوڅان او پښتانه بې درکه دي. په پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو تنظیمونه اکثره د خلکو په جبر د لا درکۍ تور د هېواد په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG