لاس رسیدونکی لینک

 
ریپبلېکنز د‌ ټرمپ لخوا امریکایانو ته د ۲۰۰۰ ډالرو مرستې مخه ونیوله
تازه خبر

ریپبلېکنز د‌ ټرمپ لخوا امریکایانو ته د ۲۰۰۰ ډالرو مرستې مخه ونیوله


واشنګټن - د امریکا د استازو په جرګه یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو کې ریپبلېکنز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ډیموکراټانو د هغې هڅې مخه ونیوله چې غوښتل یې د ټرمپ له غوښتنې سره سم امریکایانو ته د کورونا ځپلو له امله د ۲۰۰۰ ډالرو نقده مرسته واستوي.‌

تلونکي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې ناوخته غوښتي وو چې هر امریکايي ته دې له ۶۰۰ څخه و ۲۰۰۰ ډالرو ته مرسته زیاته او هرې جوړې ته دې د ۴۰۰۰ ډالرو مرسته واستول شي که څه هم خپله د ریپبلېکنز ګوند ترمنځ ورسره پراخ مخالفت کېده.

د استازو په جرګه کې د ډیموکراټانو مشر سټېنې هایر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جرګې له غړو څخه د ټرمپ د وړاندیز په یوه خوله تایید وغوښت خو په جرګه کې د ریپبلېکنز مشر کوېن مکارټي دغه وړاندیز رد کړ او دغه غیر عادي غونډه په ۱۲ دقیقه پای ته ورسېده.

ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو چې دی به د کورونا لپاره د بیړنې مرستې په توګه د ۹۰۰ بیلینو ډالرو بېل تر هغو لاسلیک نه کړي تر څو وکیلان امریکایانو ته د زیاتو مرستو لېږل تصویب نه کړي.‌

د ټرمپ لخوا ددې بېل په وېټو یا رد کېدو سره به ښايي د فدرالي حکومت یوه برخه د ډیسمبر له ۲۹ نېټې څخه وتړل شي او خلکو ته به د ۶۰۰ ډالرو د لېږلو چارې هم وځنډول شي په داسې حال کې چې په میلیونو خلک ورته سخت په تمه دي.

په سنېټ کې د اکثریت مشر مچ مکانل او نور ریپبلېکنز امریکایانو ته د ۶۰۰ پر ځای د ۲۰۰۰ ډآلرو له ورکړې سره مخالف دي او وايي چې دا په لوړ بیه تمامېږي او په سمه توګه خلکو ته نه رسېږي.

د ټرمپ لخوا دغه هڅې چې غواړي د مرستو دسته یا پکېج بدل کړي په داسې حال کې کېږي چې ټاکلی یا منتخب ولسمشر جوبایډن د جنورۍ په شلمه نېټه د خپل دفتر لپاره تیاری نیسي.

هر امریکايي ته د ۶۰۰ ډالرو د مرستې دغه بېل تر دې مخکې د استازو د جرګې یا هاوز او سنېټ لخوا تصویب شوی وو.

د ټرمپ لخوا تر لاسلیک کېدو پرته به هغو کسانو ته سره له شنبې یا خالي‌ ورځې څخه حکومتي مرستې بندې شي چاچې د کورونا له امله خپلې دندې له لاسه ورکړی او بیا به ورپسې د نهې یا سې شنبې په ورځ د حکومت نیمه لاک ډاون پیل شي.‌

ددې میاشتې په سر کې کانګرس د ۲.۳ ټریلینه ډالرو په اندازه د لګښتونو بېل تصویب کړ چې په هغو کې ۹۰۰ بیلینه د کورونا له امله خلکو ته مرسته او پاتې ۱.۴ ټریلینه نور به حکومت ته په راتلونکي مالي کال کې ورکول کېږي.

ټاکل شوې ده چې د استازو جرګه یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو به د ګل یا دوشنبې په ورځ پارلماني ودانۍ ته ستون شي او سنېټ به د نهې یا سې شنبې په ورځ تر څو د ټرمپ لخوا ددغه بېل د ویټو کولو د لغوه کولو لپاره سره رایه ورکړي.

په ورته وخت کې دوو نورو چارواکو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې ډیموکراټانو په دوهم داسې بېل باندې هم کار کړی چې له مخې یې لږ تر لږه حکومت د جنورۍ تر شلمې پورې چې بایډن به خپل کار پیلوي خپل کار ته دوام ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG