لاس رسیدونکی لینک

 
امریکاییان به امن وي، خو افغان عسکرو باندې حملې کوو ـ طالبان
تازه خبر

امریکاییان به امن وي، خو افغان عسکرو باندې حملې کوو ـ طالبان


افغان طالبانو نن د گل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکایي عسکرو پر خلاف به کوم عمل نه کوي، مگر پر افغان ځواکونو به خپلې حملې له سره پیل کړي. د طالبانو دا اعلان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ژمنه وکړه چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو تر وخته به، هغه اورکم (د تشدد کموالي) ته دوام ورکړي.

طالبانو له امریکاییانو سره موافقه کړې وه چې د یوې هفتې دپاره به په ټول افغانستان کې اورکم کوي، یعنې تشدد به راکموي، څو په قطر کې د دوی ترمنځ تړون لاسلیک شي. د تړون له لاسلیکېدو نه پس، اوس طالبان وایي چې پر خارجي عسکرو به حملې نه کوي، مگر د افغان عسکرو په خلاف به بیا هم حملې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي ته ویلي: "په تشدد کې د کم والي موده اوس ختمه شوې ده، او زمونږ حملې به په عادي توگه دوام پیدا کړي."

بل اړخ ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند، ډگروال سوني لېگېت پر ټویټر پیغام ورکړی چې اورکم (د تشدد کم والی) دې وساتل شي. هغه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د مشر، جنرال سکاټ مېلر له قوله لیکلي:

"په تشدد کې کموالی، یو اعتماد یا باور جوړوونکی گام و. مونږ د هغه څه په اړه چې باید ویې کړو، ډېر سنجیده یو، او مونږ تمه لرو چې طالبان د هغه څه په اړه چې دوی یې باید وکړي هم سنجیده اوسي. امریکا زمونږ د غوښتنو په باب ډېر روښانه دریځ درلودلی دی ـ تشدد باید کم پاته شي.ـ سکاټ مېلر"

د افغانستان د دفاع وزارت نایب ویاند فواد امان وایي چې افغان ځواکونه حالات څاري او تر اوسه یې په ملک کې د کومې غټې حملې رپوټ ندی تر لاسه کړی. افغان حکومت دا هم ویلي چې پر طالبانو به حمله نه کوي، خو که طالبانو تشدد ته مخه کړه، بیا افغان ځواکونه به د دولت او خلکو دفاع وکړي.

په خوست کې چاودنه

تازه رپوټونه وایي چې نن د گل یا دوشنبې په ورځ، ډېورنډ کرښې ته نږدې په خوست ولایت کې چاودنه شوې او خلکو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده.

دا چاودنه د فوټبال په یوه لوبه کې شوې چې درې تنه یې وژلي او یوولس نور یې زخمیان کړي دي.

د خوست د پولیسو مشر سید احمد بابازي خبریالانو ته ویلي چې په دې چاودنه کې، بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.

د خوست د فوټبال فېډرېشن مشر عبدالفتاح واکمن اې اېف پي ته ویلي چې په نننۍ چاودنه کې درې تنه وژل شوي کسان، سره وروڼه و.

د دې چاودنه ذمه واري تر اوسه چا نده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG