لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په افغانستان کې د چسپکي بمونو له چاودنو سره د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي


واشنګټن – په افغانستان کې د حکومتي چارواکو او نورو مهمو کسانو پرضد د چسپکي بمونو د بریدونو له زیاتېدو سره ځینې فعالان وايي، دا ددغه هېواد د نورې بې ثباتۍ لپاره د اورپکو لخوا تازه تکتیکونه دي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو پولیس هغه مهال ووژل شو او دوه نور زوبل شول کله چې یې موټر پورې نښلېدونکی بم وچاودېده.

تر دې یوه ورځ مخکې، د یو بم چسپکي (نښلېدونکي) بم په چاودنه کې د څلورو ډاکټرانو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.

په افغانستان کې د وکیلانو د ټولنې مرستیال مشر سبحان مسباح وویل، "هر کله چې زه د باندې وځم، زه اندېښنه لرم چې ښايي یو څه راباندې پېښ شي.‌" دی وایي، "زه ویره لرم چې کوم کس ښايي زما موټر باندې چسپکي بم ونښلوي او یا ما وولي."

په وروستیو اونیو کې په داسې بمي چاودنو کې سیاستوال، امنیتي چارواکي، د بشري حقونو فعالان او ژورنالستان په نښه شوي دي.‌

ځینې چارواکي وايي، په دې تکتیک سره برید کونکي کولای شي لوړ پوړي افغانان ژوبل کړی بې له دې چې زیات پام ورته واوړي.‌

مسباح چې تل په رسنیو باندې د سیاسي څېړونکي په توګه راښکاره کېږي وايي، اوس دې له احتیاطي تدابیرو نه کار اخلي لکه خپل موټر له سفر مخکې ګوري ځکه دی وايي ښايي په رسنیو باندې د راښکاره کېدو له امله په نښه کړای شي.‌

هغه امریکا غږ ته وویل، "زه په بېلابېلو لارو ځم او د ښار له ترافیک څخه ځان ساتم، خو د مدني ټولنې د نورو غړو په څېر زه هم نشم کولای چې مرمیو ضد (زرې) موټر ولرم او یا د خپل ځان د ساتلو لپاره له ځان سره ساتونکي وګرځوم او زیاته یې کړه چې دا امکا نه لري."

هغه زیاته کړه، د اشرف غني حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د کابل د ۴.۳ میلینه اوسېدونکو امنیت وساتي ځکه داسې ښکاري چې دغه ښار په تاوتریخوالي کې نور هم ډوب شي.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا له حکومت څخه په دفاع سره په طالبانو باندې تور پورې کړ چې له هدفي وژنو سره غواړي ویره خپره کړي او له همدې لیارې بیا د سولې په خبرو کې امتیاز واخلي.‌

ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به د جنورۍ په پنځمه نېټه پیل شي.

دواړه لوړي د خبرو په چوکاټ او اصولو باندې سره سلا شوي دي او تمه ده چې دوی په یو دایمي اوربند او سیاسي جوړجاړي باندې سره موافقې ته ورسېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG