لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: په افغانستان کې هدفي وژنې د سولې خبرو ته زیان رسولای شي


واشنګټن ــــ د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي‌ زلمي خلیلزداد په افغانستان کې پر وروستیو هدفي وژنو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د سولې خبرې له زیان سره مخ کولای شي.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پخپلو پرله پسې څو ټویټونو کې په افغانستان کې د حکومتي چارواکو او د بشري حقونو د فعالانو وروستۍ هدفي وژنې غندلې دي او وایي دا کار به افغانان د خپل هېواد پرېښوول ته اړ کړي:

"دا هدفي وژنې او قتلونه باید بند شي. دا د سولې بهیر ګواښوي. افغانان سوله غواړي. اوربند او سیاسي جوړجاړی بیړني دي. زه له مذاکره کوونکو ډلو غواړم چې خپلې هڅې دوه چنده کړي. موږ مرسته کولو ته چمتو یو".

په افغانستان کې په وروستیو کې هدفي بریدونه زیات شوي دي چې په نتیجه کې یې حکومتي چارواکي، د بشري حقونو مبارزین او خبریالان وژل شوي دي. طالبان وایي په دغو بریدونو لاس نه لري خو چارواکي یې ذمه واري پر طالبانو ور اچوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي په تېر یو کال کې په دې هېواد کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکي 23 تنه وژل شوي دي. دغه اداره وایي په هېواد کې یې هدفي وژنې تر تېرو کلونو 50 فیصده زیاتې شوې دي.

د دسمبر پر 24مه هم د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کاپیسا کې د ښځو د حقونو یوه مبارزه فرشته کوهستانۍ له خپل یو ورور سره یو ځای ناپېژاندو وسلوالو و وژله، چې تر اوسه یې د وژنې ذمه واري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د دسمبر پر 23مه هم په کابل کې د افغانستان د ازادو او شفافو انتخاباتو د غیرسرکاري ادارې مشر یوسف رشید له خپل ډرېور سره یو ځای په ډزو و وژل شو. زلمي خلیلزاد د دغو کسانو د وژنې په اړه لیکلي:

"د یوسف او فرشتې په څیر کسان د هرې ټولنې لپاره اړین دي. دوی د ټولنې د وجدان [ضمیر] په څېر دي او د ټولنې زړه ژوندی ساتي. دوی باید ویره ونه لري، ونه ګواښول شي، یا تر دې بدتره، ونه وژل شي. یوسف یو وطنپال وو. هغه د خپل هېواد لا ښه کېدلو ته ځان جوګه کړی وو. هغه د سولې او پرمختګ لپاره کار وکړ. هغه د ټولو خواوو د شکایتونو درک درلود".

د حکومتي چارواکو او د بشري حقونو د فعالانو تر څنګ په افغانستان کې په وروستیو کې ګڼ شمېر خبریالان هم په هدفي بریدونو کې وژل شوي‌ دي. د تېر ګل- دوشنبې په ورځ‌ هم په غزني کې د رحمت الله نېکزاد په نوم ازاد خبریال و وژل شو.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په تېرو تقریباً دوو میاشتو کې په دې هېواد کې پینځه خبریالان وژل شوي دي.

تر رحمت الله نېکزاد مخکې په کابل کې د طلوع نیوز خبریال یما سیاوش، په هلمند کې د ازادي رېډیو خبریال الیاس داعي او په جلال اباد کې د انعکاس ټیلیویژن خبریاله ملالۍ میوند وژل شوي وو او په وروستیو ورځو کې د آریانا نیوز خبریال فردین امیني په داسې حال کې په روغتون کې ساه ورکړه چې غاړه یې غوڅه شوې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې رسنیو ته په وینا کې په افغانستان کې د وروستیو هدفي بریدونو پړه پر طالبانو ور اچولې او وایي چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره یې ځانګړی پلان تیار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG