لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان د سېندک منصوبې کارګر وایي چینایي کمپنۍ یې کورونو ته په رخصتۍ نه پرېږدي


کوټه ــــ د بلوچستان په چاغي سيمه کې د سرو زرو او کاپرو په سېندک پروژه کې ځايي کارکوونکي پر احتجاج ناست دي، ځکه چې وایي د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په نامه چینایي کمپنۍ دوی خپلو کورونو ته د رخصتۍ لپاره نه پرېږدي.

په سېندک پروژه کې د ساتونکي يا سيکيورټي ګارډ دنده تر سره کوونکی محمد اسماعيل هم احتجاج کې شريک دی، هغه وي او اې ډيوه ته وويل،‌ نن دويمه ده چې د چينايي کمپنۍ ايم ار ډې ايل ( ايم سي سي ريسورس ډيوليپمنټ لميټډ ) کمپنۍ او له دې کمپنۍ سره کار کوونکو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو پر ضد دوی احتجاج کوي:

"دا احتجاج ځکه کوو چې په سيندک کې کارکوونکو ته رخصت يا خپلو کورونو ته د تللو اجازه نه ورکول کيږي، داسې هم سوي دي چې د ځينې خواريکښو خپل خپلوان مړه شوي خو د رخصتي نه ورکولو له کبله هغه خورايکښ د خپلو نازولو په جنازه او غم کې نه دي شريک شوي، که کوم کارکوونکی کور ته لاړ هم شي بيرته کار ځای ته په اسانه نه پرېښول کيږي".

محمد اسماعیل وایي‌ په سيندک سيمه کې له شپږو کليو سره تعلق لرونکي شاوخوا 800 خواريکښ په ياده پروژه کې کار کوي، خو وایي دغو کارکوونکو ته له تېر يوه کال راهيسې خپلو کورونو ته د تللو اجازه نه ورکول کيږي.

د احتجاج کوونکو د تورونو په اړه وي او اې ډيوه د چينايي کمپنۍ ( ايم ار ډي ايل ) له مرستيال مشر خالد ګل سره د موبايل فون نمبر او واټسپ له لارې تماس ونيو خو ورسره رابطه ونه شوه.

د چاغي ځایي خبريال علي رضا رند د احتجاج کوونکو تورونه تر ډېره تاییدوي او وايي په نړۍ کې د کرونا وايرس له خپريدو سره سم د سيندک ريکوډک چياني کمپنۍ چارواکو هم له کرونا وايرسه د ځان ژغورنې په نوم شرايط سخت کړي چې له کبله يې کاروکونکي له سختو ستونځو سره مخ دي:

"ډېری کارکوونکو دا هم راته ويلي چې دوې دوه نيمې مياشتې کورنټين کړل شوي دي، دوه ځله يې د کرونا ټيسټونه منفي راغلي خو بيا يې درېيم ځل بيا وکړي او په هغه کې يې ټيسټ مثبت راشي".

علي رضا رند وایي د ټيسټ معيار يې هم ټيک نه دی او د ټيسټ پر کره توب یې هم پوښتنې راپورته شوې دي او هلته چې کوم ځايي کارکوونکي دي هغه له څو څو مياشتو خپلو کورنو ته نه دي پرېښول شوي.

د علي رضا په خبره په سېندک پروژه کې د 800 سوه ځايي کارکوونکو په ګډون 1800 ته نيژدې پاکستاني او 700 ته نيژدې چينايي کارکونکي هم کوي.

د احتجاج کوونکو د ستونځو په هکله مو له چاغي کاميابه شوي د ايالتي اسمبلۍ له وزير عارف جان محمد حسني سره تمام ونيوه خو ټیلیفون او مېسج ته ځواب ونه ويل شو.

په سېندک کې د ايم سي سي ريسکيو ډيویلپمنټ په نامه چينايي کمپنۍ د مشر هي زوپنګ له لوري د روان کال د ډسمبر پر 17م يوه خپرپاڼه ځايي خبريالانو ته ليږل شوې، چې پکې دعوه شوې د کمپنۍ له خوا د سيندک منصوبې کارکوونکو ته ټولې اسانتياوې برابرې شوې او له کرونا د ځان ژغورنې ټول تدابير په پام کې نيول شوي، ځکه خو يو کارکوونکي ته هم تر اوسه کرونا وایرس نه دی ور پورې شوی.

هي زوپنګ زياته کړې که چېري په سيندک پروژه کې چاته کرونا ور پورې شي په سيندک سيمه کې به يې علاج مشکل وي، چې له کبله به يې مرګونه کېدای شي او د سيندک پروژه پوره بندېدای شي.

په خپرپاڼه کې ليکل شوي چې کوم ځايي کارکوونکي له خپلو کورونو بيرته کار ځای ته ستنيږي د هغو کارکوونکو دوه ځله د کرونا ټيسټ کيږي، هغه کار کوونکي د کار ځای ته پرېښول کيږي چې د کومو کرونا ټيسټ یې منفي وي او چې کوم مثبت وي هغه کورينټين کوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي متعصبه پروپېګنډه د حقايقو د پټولو هڅه ده چې مقصد یې د معاملې يو لوری ښودل دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG