لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د پي ټي اېم احتجاجي غونډه: علي وزیر دې خوشی او د کریمه بلوڅ د مړینې پلټنې دې وشي


واشنګټن ــــ په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې له خوا د ډسمبر په 26مه یوه آنلاین نړیواله احتجاجي غونډه او مظاهره رابلل شوې وه. په دې احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو د استازي علي وزیر د راخلاصېدو او د بشري حقوقو د فعالې او د بلوڅ زده کوونکو د تنظیم بي ایس او- ازاد د پخوانۍ مشرې کریمې بلوڅ د مړینې د پلټنو غوښتنه وشوه.

دې غونډې ته د منظور پښتین په ګډون د پي ټي ایم نورو مشرانو او د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالانو ویناوې وکړې. دوی ټولو په یوه خوله وویل چې کریمه بلوچ "وژل شوې" ده او د ټکېنېډا په حکومت یې غږ وکړ چې که د کريمه بلوڅ مړینه غېرمجرمانه وو نو اصل علت دې يې ښکاره کړی شي چې هغه ولې او څنګه مړه شوې ده او همداراز د پاکستان په حکومت او پوځ باندې یې غږ وکړ چې په جېلونو کې بندي‌ د پي ټي‌ اېم غړي دي راخوشې کړي.

په کېنېډا کې مېشتې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې فعالې صوفیه ازریه وویل، نن سبا د نړۍ په هیڅ یو هېواد کې هم د پاکستان د حکومت مخالفین خوندي نه دي. نوموړې دعوه وکړه چې دې ته هم د خپل فعالیت له کبله ګواښونه کېږي:

"زه په باقاعده توګه څارل کېږم، ماته ګواښونه کېږي او د پاکستان د سفارت په نظر کې هر یو مخالف شته، ما په ټوله نړۍ کې د پاکستان سفارتونو ته خطونه لیکلي چې زه په کېنېډا کې خوندي نه یم زه څارل کېږم، نو یواځې د ټورنټو سفارت راته فون وکړ چې که ته له پي ټي ایم څخه تعلق پرې کړې نو موږ سل فیصده ستا د خوندیتوب ضمانت درکوو".

د پاکستان سفارت د داسې دعوو په اړه څه نه دي ویلي چې ګوندې په کېنېډا کې مېشت کوم پاکستاني ته دې د چا له خوا ګواښونه کېږي یا دې څارل کېږي.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر بلوڅ فعالانو هم ګډون درلود چې د کریمه بلوڅ په ګډون یې د نورو ورکو بلوڅانو لپاره غږ پورته کړ. په فرانس کې مېشت یوه جلاوطنه بلوچ ډاکټر نسیم بلوچ دعوه وکړه چې کریمه بلوچ په هدفي توګه "وژل شوې" ده:

"دا قربانۍ او په هدف کېدل زموږ لپاره څه نوې خبره نه ده، تش دومره بدلون پکې راغلی چې موږ په بهرنیو هېوادونو کې- چې دلته به خوندي یو او د خپل قوم خبره به پر موږ وړو- اوس دلته هم په هدف کېږو، دلته هم هغه خلک وژل کېږي چې په څه نه څه شکل په بلوچستان کې په نخښه کېدل".

د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي ‌اېم مخکښ محسن داوړ غونډې ته وویل، "مونږ د کریمه بلوڅ د مړینې په احتجاجونو کې هم برخه واخیسته او دلته چې کوم زمونږ ملګري نیول شوي د هغوی د خلاصولو لپاره هم د احتجاجونو لړۍ روانه ده".

د بلوچستان څخه حمیده نور وویل: "نن مونږ، بلوڅ، سینديان او پښتانه ولې په دې پلټ فورم راغونډ یوو او دغه بحث کوو. ځکه چې مونږ محکوم یوو". حمیده نور وویل:

"د پیړیو څخه زمونږ خپله خاوره زمونږ شناخت دی خو په همدې خاوره اوس د 70 کلونو پاکستانیان مونږ ته غدار وايي او وايي تاسو له نورو ملکونو مرسته غواړئ، مونږ ځکه مرسته غواړو چې زمونږ په خاوره او وطن کې پر مونږ ظلم کیږي او زمونږ د شناخت اخیستو هڅې کیږي".

د کېنېډا د ټورنټو د پوليسو په خبره کريمه بلوڅ د روان کال د دسمبر پر 20م لا درکه شوې وه، يوه ورځ پس پر 21م دسمبر د هغې مړی وموندل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته وویل چې د بلوڅانو سره د روان ظلم په خلاف په قامي او یا نړیواله کچه ورسره ولاړ دي. هغه ویل چې د بلوڅانو او پښتنو سره یو شان ظلم روان دی، ځکه چې وایي پښتانه او بلوڅان یو ځای اوسېږي او یو له بل سره تاریخي رشته لري. د پي ټي اېم د نیول شوو غړو په هکله ښاغلي پښتین وویل:

"د علي وزیر نیول یا زمونږ د نورو ملګرو نیول چې په هغه کې نورالله ترین زمونږ د کراچۍ ښار مشر وو، بصیر خان، حسن خان، همداراز په بنو کې زمونږ ملګری حنیف پښتین او د ده ملګری فهیم یا زمونږ ملګری مولانا اعجاز چې لا ورک دی د دوی ټولو نیول یو لوی سوال دی. دغه کسان ملزمان نه دي، دوی مدعيان دي. دوی څه بې انصافي نه ده کړې بلکه د انصاف غوښتنه یې کړې. دوی‌ په چا جبر نه دی کړی بلکې د جبر د ختمولو د غوښتنې په بنیاد یې نيولي".

د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د ډسمبر پر 16مه په پېښور کې پولیسو وروسته له هغه ونیو چې د آرمي پبلک سکول د ماشومانو په یادغونډه کې یې ګډون کړی وو او تر نیول کېدو وروسته یې په جهاز کې کراچۍ ته یووړ.

اخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کېنېډا ته خواست کړی چې د کريمه بلوچ د مړینې پلټنې وکړي او رپورټ يې ترې غوښتی دی.

د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين وايي دا مهال په پاکستان کې په زرګونو بلوڅان او پښتانه بې درکه دي. دوی اکثره د خلکو په جبر د لا درکۍ تور د هېواد په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG