لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو مبارزې ته د پينځه کالو بند سزا اورول شوې


د سعودي عرب يو عدالت د ګل/ دوشنبې په ورځ د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې ليجن الهذلول ته د پينځه کالو او لسو مياشتو بند سزا اورولې ده، په نړيواله کچه دغه سزا غندل شوې ده.

د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې ویلي، د ترهګرۍ ضد عدالت الهذلول ته د بدلون دپاره په احتجاج، په بهرنۍ ايجنډا کار کولو او عامه نظم ته د زیان اړولو دپاره د انټرنېټ د کارولو په سر دغه سزا اورولې ده.

الهذلول د نارينه ؤ سرپرستو او ښځو ته د ګاډي چلولو د حقونو ورکولو دپاره اصلاحاتو غږ کړی ؤ، کوم کارونه چې اوس ترسره شوي هم دي. په سعودي عرب کې تير کال حکومت د سرپرست په قانون کې اسانتيا راوستې او ښځو ته يې د پاسپورټ او سفر اجازه ورکړې ده.

نوموړې د کال 2018م راهسې چې د څو نورو فعالو سره نيول شوې په بند کې ده.

ويل کيږي الهذلول د جېل نه هم د حقونو دپاره هڅې دوامداره ساتلې، د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه هغې په جېل کې د نه خوړو کاربنديز هم کړی ؤ. داسې هم ویل کيږي چې په بند کې د پلټنو په وخت په فعالې تشدد شوی او جنسي تيری هم شوی دی.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو تنظيمونو، امریکا او يورپي يونين په دغه مقدمه نيوکې کړي دي.

ملګرو ملتونو په يو ټويټ کې ویلي، چې الهذلول ته چې د پينځه کالو اته مياشتو سزا اورول شوې د مخکنې نه يې د دوه نيمو کالو بند تير کړی او دا د سخت خفګان خبره ده.

ملګرو ملتونو ويلي مونږ پوهه يو چې د هغې زر خوشي کېدل ممکن دي او په سمدستي ډول دې د هغې ډاډګېرنه وشي.

د هغې خور لينا الهذلول ويلي، په خور يې د ترهګرۍ د قانون لاندې مقدمه چلول شوې او سزا ورته اورول شوې ده. هغې ویلي، خور يې ترهګره نه ده فعاله ده او هغې ته د حقونوپه فعاليت سزا اورول شوې ده.

ويل شوي د الهذلول سره 30 ورځې وخت دی چې د فېصلې پرضد اپيل وکړي.

XS
SM
MD
LG