لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې نور ۱۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دی


افغانستان کې په تیرو 24 ساعتونو کې د کرونا وایرس څخه 10 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وي ای ای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په تیرو 24 ساعتونو کې په ټول هیواد کې 183 تنه په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی زیاتوي چې په تېر یو شواروز کې د کرونا ویروس څخه 10 تنه مړه شوي او 191 تنه بیرته روغ شوي دي چې په دې سره په هیواد کې د کرونا وایرس د مثبتو پیښو شمیر 52330 رسیدلی دی.

ښاغلی تره کی وایي د کرونا وایرس د دوهمې څپې د کنترول لپاره یې پینځه کمیټې جوړې کړي دي تر څو د کرونا ویروس دوهمه څپه په ښه توګه کنټرول کړل شي.

تره کی زیاتوي د دې کمیټو په جوړولو سره به وتوانیږي چې د کرونا وایرس د ډیریدو مخه ونیسي او ستونزو ته زر رسیدګي وشي.

ښاغلي تره کي ډیوه ته وویل "دروغتیا وزارت دا لازمه وبلله چې د کرونا وایرس د دوهمې څپې د ښه کنټرول لپاره پینځه کمیټې جوړې کړی"

دهغه په وینا "د دغو پینځو کمیټو څخه یې یوه د سرویلانس کمیټه ده، شفاخانه یي کمیټه ده،نظارت او ارزیابي کمیټه ده، وقایوي کمیټه او بله یې د عامه پوهاوي کمیټه ده او دا کمیټې به هره ورځ خپل کارونه له روغتیا وزارت سره شریک کوي"

ښاغلی تره کی وایي،د روغتیا وزارت د کرونا وایرس په لومړۍ څپه کې د ډیرو ستونزه سره لاس او کریوان ؤ خو د دوهمې څپې لپاره پوره چمتووالی لري.

دی وایي د روغتیا وزارت لویه ستونزه د اکسیجن نشتوالی، د معایناتو دظرفیت ټیټوالی، د وینټلیټورونو کموالی او د کرونا وایرس دځانګړو روغتونونو کمښت هغه ستونزې وې چې روغتیا وزارت د کرونا وایروس په لومړۍ څپه کې ورسره مخ ؤ.

د ده په خبره اوس یادې ستونزې حل شوي دي چې اوس یې په کابل کې د اکسیجن د تولید دستګاه پرانیستلي ده چې په 24 ساعتونو کې 1200 بالونه اکسیجن تولیدوي او همدا شان په 24 ساعتونو کې تر 5000 زرو پورې معاینات تر سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG