لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې پولې خبریالانو تنظیم: افغانستان او پاکستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه دي


واشنګټن ــــ د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکی نړیوال تنظیم یا بې پولې خبریالان (آر ایس ایف) وایي سږ کال په نړۍ کې 50 تنه له رسنیو سره د کار په تړاو وژل شوي، چې وایي په هغوی کې افغانستان او پاکستان هم دي او دا د خبریالانو لپاره زیات له خطره ډک هېوادونه دي.

په جګړه ځپلي افغانستان کې سږ کال پینځه خبریالان وژل شوي چې وژونکي یې تر اوسه نه دي پېژندل شوي. آر ایس ایف وایي په وروستیو کې د خبریالانو هدفي بریدونه په داسې وخت کې زیات شوي‌ چې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي.

دغه تنظیم پخپل کالني رپوټ‌ کې- چې نن د دسمبر پر 29مه خپور شوی- ویلي چې په دغو وژل شویو خبریالانو کې اکثره یې قصداً وژل شوي دي ځکه چې وایي دوی پخپلو هېوادونو کې د بډو رشوتونو، منظمو جرمونو او د چاپېریال د مسایلو په اړه تحقیقاتي رپوټونه جوړول.

رپوټ وایي چې د کال په اوږدو کې اووه تنه د رسنیو کارکوونکي په داسې وخت کې وژل شوي چې د مظاهرو پوښښ یا کورېج یې کاوه.

آر ایف ایف وایي چې سږ کال په هند او پاکستان کې هم څلور تنه خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو د حقونو تنظیم وایي سږ کال د تېر کال په نسبت- چې شمېر یې 53 تنه وو- کم خبریالان وژل شوي، خو وایي سږ کال بیا د کورونا وایرس له کبله لږ خبریالانو له دفترونو بهر کار کړی دی.

د بې پولې خبریالانو تنظیم وایي په تېره یوه لسیزه کې په ټوله نړۍ کې ټول 937 تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل له کبله یا د کار په مهال وژل شوي دي.

دغه تنظیم چې له 1995م کال راهیسې په نړۍ کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په ضد د تشدد پېښې رپوټ کوي، وایي سږ کال چې کوم خبریالان په قصدي ډول هدف کړل شوي هغه 84 فیصده وو خو په 2019م کال کې 63 فیصده په هدفي‌ توګه وژل شوي‌ دي.

د بې پولې خبریالانو د تنظیم مشر پالین اډیس میول وایي له څو کلونو راهیسې د دوی تنظیم اوس دا خبره په ګوته کړې ده چې تحقیقاتي خبریالان اوس د ریاستونو په نظر کې دي او د هغوی د بحث مرکز دي.

د لاتینې امریکې هېواد میکسیکو هم سږ د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد وو، چې اته تنه پکې وژل شوي دي، رپوټ وایي هغه خبریالان پکې زیات په نخښه شوي چې د نشه موادو د قاچاکبرو او سیاستوالو تر منځ اړیکو په اړه یې پلټنه کوله.

همدارنګه په عراق کې هم د رسنیو شپږ کارکوونکي سږ کال وژل شوي، په دوی کې درې یې د ناپېژاندو کسانو له خوا د احتجاجونو د پوښښ په مهال په ډزو وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG