لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ګوادر بندر د حکومت له خوا د اغزن تار لګولو کار په بلوچستان هایکورټ کې چېلنج شو


کوټه ــــ د بلوچستان های کورټ پر ګوادر ښار شاوخوا د حکومت له خوا د امنیت لپاره د اغزن تاﺭ د لګولو پرضد درخواست د اوریدو لپاره منظور کړی دی. د بلوچستان حکومت ویلي چې دغه اغزن تار د سیپېک منصوبې د خوندیتوب لپاره یواځې د امنیت په خاطر لګوي خو د بلوچستان ملتپالو ګوندونو یې کلک مخالفت کړی دی.

د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د صوبې په په ساحلي‌ ښار ګوادر کې د اغزن تار لګولو لپاره د پاکستان د حکومت پرېکړه په عدالت کې چېلنج کړې او ویلي یې دي چې دا د ښار د خلکو د اساسي حقونو سرغړونه ده.

د بلوچستان د چيف جسټس جمال خان مندوخېل او جسټس عبدالحميد بلوڅ په ګډون د بلوچستان هایکورټ ډويژن بينچ نوټس یا خبرداری خپور کړی دی. بینچ د ګل- دوشنبې په ورځ‌ د اغزن تار د لګیدنې په ضد د بلوچستان بار کونسل د وایس چئیرمین منیر احمد کاکړ ایډووکیټ له خوا د اساسي قانون غوښتنه واورېده او د مکران ډویژن او ګوادر ډپټي کمشنر ته یې نوټس جاري کړ.

د بلوچستان وکیلان ټینګاﺭ کوي چې د حکو مت دغه اقدام نه یوازې د ګوادر خلک له خپلو لومړنيو حقونو بې برخې کوي بلکې ګوادر تقسیموي چې وایي له کبله به یې د ښار د درې لکه اوسېدونکو ژوند اغېزمن شي.

د بلوچستان بار کونسل ډپټي چېرمېن وکیل منیر کاکړ وویل ، ما په خپله عریضه کې محکمې ته وویل چې هر وګړی د پاکستان د اساسي قانون له مخې حق لري چې په ازاد ډول تجارت او د خپلو ماشومانو لپاره کار وکړي:

"په ګوادر کې هر ډول کټارې به د ګوادر د خلکو لومړني حقونه تر اغیز لاندې راولي ځکه چې دوی به ښوونځي، روغتون، کالج یا عدالت ته نه شي تللای او بل دا چې د دې سیمې ماهي نیوونکي به هم اغېزمن شي چې همدا یې یواځینی روزګار دی".

د بلوچستان د حکومت وکیل ارباب طاهر عدالت ته حاضر شو او محکمې ترې وغوښتل چې د کوم قانون له مخې دا اغزن تاﺭ لګول شوی دی. ایا دا په PSDPیا د پرختیایي کارونو په منصوبه کې منظور شوې که نه؟ سرکاري وکیل په دې اړه له عدالته د نور وخت غوښتنه وکړه، عدالت د دې اوریدنه د دسمبر تر 31مې پورې وځنډوله.

د بلوچستان چارواکي پلان لري چې د ګوادر بندر ته څیرمه پر ټوله-24 مربع کیلومیټره سیمه باندې اﺯغزن تاﺭ را وګرځوي، چې وایي مقصد یې له وسلوالو بریدونو د چین - پاکستان اقتصادي منصوبې یا سیپېک د پرمختیایي کارونو ژغورل دي.

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال خان ویلي چې د اغزن سیم به د ګوادر ښار کلیدي برخه خوندي کړي.

د پاکستاني چاﺭواکي د مکران ادارې، ګوادر پرمختیا ادارې ، ګوادر پورټ اتھارټي او د بلوچستان حکومت سره په ګډه به دغه پروژه د ګوادر سمارټ پورټ ښار ماسټر پلان لاندې ترسره کړي.

د ګوادر د حساسو برخو په شاوخوا کې د اغزن تارونو د لګولو کار پیل شوی چې دغه پلان به په دوو پړاونو کې به بشپړ شي. چارواکي په پلان کې لري چې په دې پروژه کې 15 ﺯﺭه ايکړه ځمکه په اغزن تاﺭ خوندي کړي. د ترېفیک لپاره به یوازې د ننوتلو او وتلو درې دﺭواﺯې وي.

حکومتي سرچینو څرګنده کړه چې د "ګوادر خوندي ښار" پلان په اساس به به پر ګوادر ښار شاوخوا 500 څارونکې کېمرې هم لګوي چې وایي دا به د "مشکوکو فعالیتونو" یا ښار ته غیر رسمي تګ او ﺭاتګ مخنیوی وکړي.

ځینې وکیلان په دې باور دي چې کېدای شي‌ چین د داخلي آمنيت په خا طﺭ د اغزن تار تر لګولو وروسته " د ځانګړي کاﺭډ سیسټم" پيل کړي، چې وایي دا کار به د ګوادر خلک د امنیتي اهدافو په پلمه له ښاره کډه کولو ته اړ کړي.

د راپورونو له مخه چارواکي به د ګوادر بندر په شاوخوا کې د ځایي خلکو د تګ راتګ د بنديز لګولو او د امنيتي وضعيت غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ او چینايان چې په صوبه کې د سیپېک په پروژو کار کوي وایي د بلوڅو وسلوالو په فعالیتونو کې په 2020 م کال کې غیرمعمولي زیاتوالی ﺭاغلی دی.

په ناارامه بلوچستان صوبه کې د چین پر پروژو بریدونه د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو شدت موندلی چې په سیند کې هم د وسلوالو ډلو سره د "ټراو" لوی اتحاد څرګندوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG