واشنګټن ــــ د پاکستان په نا ارامه بلوچستان صوبه کې که څه هم حکومت او امنیتي ادارې ادعا کوي چې امنیت یې ښه کړی دی خو پخپله حکومتي شمېرې او د بشري حقونو سازمانونه وایي هلته په کال 2020م کې داسي یوه اونۍ هم نه ده تېره شوې چې د تشدد پېښه دې نه وي شوې.
د بلوچستان وزیراعلی جام کمال وایي، په صوبه کې یې امنیت تر پخوا ډېر ښه کړی او دعوه کوي چې له افغانستان او ایران سره په ګډو پولو د اغزن تار له غزولو سره دې صوبې ته د ترهګرو تګ راتګ ډېر کم شوی دی:
"پر پوله چې اغزن تار لګېده نو دا خبره ډېره سیاسي کړل شوه چې دا تار دې نه لګېږي خو موږ د هغه تار لګېدو اغېز وینو چې په بلوچستان خصوصاً په کوټه کې امنیت ډېر ښه شوی دی، سل په سل کې به نه وي ښه خو لږ و ډېر ضرور ښه شوی دی".
د بشري حقونو تنظیمونه وایي بلوڅ وسله والې ډلې او امنیتې ځواکونه د بشري حقونو په سرغړونه بوخت دي. په دې حال کې د بلوڅ فعالینو د بې درکیو لړۍ هم روانه وه چې حکومت ویي په ترهګرو بریدونو کې لاس لري خو د بې درکه بلوڅانو لپاره جوړ سازمان دا تورونه ردوي.
بلوڅ ملتپاله ګوندونه تور لګوي چې د بلوچستان غوندې غریبه صوبه کې حکومت د تعلیم او روغتیا پر ځای پر امنیت ساتنه زیاتې پیسې لګوي، د پولیسو او لېویزو تر څنګ زیات شمېر ملېشه ځواکونه د صوبې په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای دي چې هر کال د صوبې له بجټه 50 اربه روپۍ پر لګېږي:
"دومره زیاتې پیسې د امنیت په برخه کې لګېږي خو بیا هم حکومت په امنیت ساتلو کې ناکامه دی، حکومت وایي د دې وجه بهرني لاسونه دي، له افغانستان سره مو اغزن تارونه ولګول بیا ولې دلته امنیت نه ښه کېږي".
څېړونکي وایي د 2015م کال په برتله دغه بریدونه لږ را کم شوي خو وایي شدت یې ډېر زیات شوی دی. د بلوچستان د چارو کارپوه شهزاده ذوالفقار وایي له حکومتي ستراتیژۍ سره وسلوالې ډلې هم خپله جنګي تګلاره بدلوي او امنیت به تر هغو خراب وي چې په لویه کچه د خبرو اترو مخلصانه هڅې ونه شي:
"که هغوی [وسلوالې ډلې] خبرې نه کوي نو تاسې [حکومت] کم از کم د خلکو مخته ښکاره کړئ، نو دوی خو هغه هم نه کوي او اوس پر ګوادر د اغزن تار لګولو خبرې هم زور واخیست چې په پارلمان کې ناست ملتپال ګوندونه یې هم غندنه کوي".
د بشري حقونو سازمانونو تور لګوي چې په بلوچستان کې سلوڅ وسلوالې ډلې غریب خواریکښ او استادان هم په هدف کوي چې تازه مثال یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه له اوارانه د شپږو مزدورانو او د نومبر په 28مه نېټه د درو پروفیسرانو تښتونه ده.
دغه سازمانونه وایي امنیتي ځواکونه بیا ځینې وخت د وسلوالو په شک کې عام بې ګناه خلک ځوروي، ښځې، ماشومان او ناروغان په ګنټو ګنټو پر چیک پوسټونو دروي او تالاشي کوي یې، چې وایي دا د بشري حقونو سرغړونه ده. په کوټه کې د بشري حقونو د سازمان یو غړی شمس مندوخېل وايي:
"که د بلوڅو وسلوالو ډلو بریدونه دي او که د امنیتي ځواکونو عملیات دي له دې عام خلک متاثره کېږي او باید مخنیوی یې وشي، له دې څخه د خلکو کاروبارونه هم تباه کېږي، دا د بشري حقونو سخته سرغړونه ده، زموږ سیمه باید د نړیوالې ایجنډې برخه نه شي".
په 2020م کال کې په بلوچستان کې تر ټولو خونړۍ پېښه د اکتوبر پر 15مه وشوه چې بلوڅو وسلوالو د تېلو او ګېسو د پرمختیا د ادارې (او جي ډي سي ایل) پر کاروان برید وکړ او د ساتندویانو په ګډون یې 15 تنه و وژل.
بله خونړۍ پېښه د فرورۍ پر 19مه نېټه د ډېره بګټي په سنګسېله سیمه کې وشوه چې پکې 14 امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ. پر امنیتي ځواکونو د برید تازه پېښه په هرنایي سیمه کې وشوه چې د دسمبر پر 26مه پکې اووه عسکر و وژل شول.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د ایران پولې ته څېرمه په آواران سیمه کې یې 10 بلوڅ وسلوال په عملیاتو کې وژلي دي. یوه بله غټه پېښه چې به بلېده سیمه کې شوې وه د پوځ د یو مېجر په ګډون پینځه امنیتي سرتېري پکې وژل شوي وو.
پر امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو ذمه واري خپلواکي غوښتونکو سازمانونو بي ایل اې او بي ایل ایف پر غاړه اخیستې ده.
د جنوبي اېشیا لپاره د ترهګرۍ د څار یوه ویبپاڼه ایس اې ټي پي وایي، سږ کال په بلوچستان کې د وسلوالو له خوا هره اوونۍ بریدونه شوي او په جواب کې یې د امنیتي ځواکونو عملیات هم جاري وو، چې وایي دواړو غاړو ته پکې ځاني زیان اوښتی دی.
په سرحدي ښار چمن کې بیا د مخدره موادو ضد ادارې پر موټر د اګست په 10مه نېټه بمي برید کې شپږ تنه و وژل شول او شاوخوا شل تنه پکې ټپیان شول.
د جنورۍ په 10مه نېټه د کوټې په سټیلایټ ټاون سیمه کې په یوه ماجت (جومات) کې په یوه ځانمرګي برید کې د داعش وسلوالې ډلې په ځانمرګي برید کې 10 تنه و وژل شول او شاوخوا پینځلس تنه پکې ټپیان شول. داعش ډلې دعوه کړې وه چې د دې برید هدف یې د افغان طالبانو یو مشر وو.
څېړونکي وایي زیاتره بلوڅ وسلوالو سازمانونو چې پخوا یې تر خپل منځ اختلافونه لرل، اوس د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه یوه اتحاد کې را غونډ شوي او خپل منځي تماسونه او فعالیتونه یې زیات کړي دي.
د ټېرزم مانیټر په نوم اداره وایي دغه اتحاد چې د 2018م کال په نومبر کې اعلان شو، بلوچ رپبلکن آرمي، بلوچستان لیبرېشن فرنټ او بلوچستان لیبرشن آرمي نومې ډلې پکې شاملې دي.
پر بلوچستان لیبرېشن آرمي وسلواله ډله باندې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د 2019م کال په جولای میاشت کې بندیز لګولی دی.