لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عامر تهکالي د بشري حقونو په سرغړونه د پېښور څلور پوليس له نوکرۍ ويستل شوي


عامر تهکالی
عامر تهکالی

پېښور ــــ د پېښور هايکورټ له خوا د جوړ شوي عدالتي کمېشن په سپارښتنه هغه څلور پوليس عسکر له دندو لرې کړل شوي چې د يو افغان کډوال عامر تهکالي په وهلو ټکولو او د هغه په بربنډه ویډیو جوړولو کې ککړ وو.

د کمېشن د تحقيقاتو له مخې د تهکال پوليس سټيشن انچارج انسپېکټر عمران الدين او انسپېکټر شهريار خان د دوو نورو پوليس سپايانو توصيف عالم او نعيم خان سره ګرم موندل شوي چې په 24 جون 2020م کال کې یې د رضي الله عرف عامر تهکالي په کور چاپه وهلې وه او د وهلو ټکولو وروسته يې بربنډ تاڼې ته بوتلی وو او ویډیوګانې يې ترې جوړې کړې وې.

په سوشل مېډيا يادو ویډیوګانو ته سخت ولسي غبرګون ښودل شوی وو او ځايي خلکو د تهکال د تاڼې مخ ته د تشدد ‌‌‌‌‌‌ډک احتجاجونه کړي وو چې په نتيجه کې يې صوبايي حکومت د جسټس لال جان خټک په مشرۍ يو کسيز تحقيقاتي کمېشن جوړ کړی وو.

د کمېشن د تحقيقاتو په رڼا کې د پېښور ايس ايس پي اپريشنز منصور امان د ګل- دوشنبې په ورځ د نوکرۍ نه د يادو پوليس عسکرو د وېستلو حکم کړی دی.

که هر څومره د پوليسو دغه اقدام په سوشل مېډیا ستايل شوی خو د عامر تهکالي کورنۍ د بشري حقونو او د مدني ټولنې کارمندان وايي د نوکرۍ ويستل پوره نه دي بلکې ګرمو تنانو ته مثالي سزاګانې ورکول پکار دي.

د عامر تهکالي ورور بلال خان د فيصلې په اړه وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل "مونږ خو د وړومبۍ ورځې نه انصاف غواړو. دوی ‌‌‌‌‌‌ډېر ظلم کړی،‌ سزا دې ورکړی شي. دا به ګورو چې يوازې د نوکرۍ نه لرې کړل شول کنه د دې پوليس والو د پاره نوره سزا جزا هم شته".

د عامر تهکالي په بې عزتۍ او تشدد د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د پښتونخوا مشر شاهد محمود ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي "د هغه چې کومه بې عزتي شوې ده دا د هغه نه تپوس وکړئ چې د دې پور به څنګه پرې کيږي؟ هغه به ځان ته علاج کړی وي او پکار ده تاوان ورکړل شي".

د مدني ټولنې يو بل فعال قمر نسيم ‌‌‌‌‌‌ذمه وارو پوليسو ته د ورکړل شوې سزا په اړه ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي "دا يو ښه اقدام دی خو د معطلۍ سره مسله نه هواريږي د پوليس په نظام کې بدلون پکار دی".

د پوليس د بدې رويې په اړه قمر نسيم وايي ښځې خو څه کوې چې سړي هم يوازې تاڼو ته نه ځي ځکه چې وېريږي او زياتوي که څوک ځي هم نو کوښښ کوي چې ځان ته پکې پېژندګلو پيدا کړي.

البته په سوشل مېډیا داسې اوازونه هم پورته کيږي چې ټول پوليس يو شان نه وي او ځينې اتلان پوليس افسران چې په نوم يې ياد کړي هم تېر شوي چې د دوی په وينا د ترهګرو مخ ته لکه د غر ولاړ وو.

عامر تهکالي چې افغان کډوال دی خو پيدا شوی لوی شوی د پېښور ښار په تهکال سيمه کې دی، په يوه ویډیو کې ليدل کيږي په نشه کې پوليس ته بدې ردې وايي چې په خورېدو يې د تهکال پوليس دومره بد منلي وو چې تهکالی يې بربنډ تاڼې ته بوتلی وو.

د عامر تهکالي په بې عزتۍ په پاکستان کې د افغانستان سفير هم خپل غبرګون ښودلی وو او د پښتونخوا د حکومت نه يې جدي پلټنې غوښتې وې.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG