لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2020م کال کې په قبايلي ضلعو کې 226 تنه وژل شوي او 160 ټپيان شوي دي


پېښور ــــ د فاټا ریسرچ سنټر د رپوټ له مخې په 2020م کال کې په قبايلي ضلعو کې 226 تنان وژل شوي او 160 ټپيان شوي دي. په دې کې 66 د امنيتي ادارو اهلکار، 58وسله وال او 77 عام وګړي شامل دي. تېر کال په قبائېلي ضلعو کې ټول 171 تنه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي وو.

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور خان محسود ډيوه ته وويل، په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې د تېر کال په مقابله کې نزدې ۲۵ فيصده سېوا شوي دي.

څېړونکي وايي د ضربِ عضب فوځي عملياتو وروسته په قبايلي ضلعو کې يو ځل بيا د بدامنۍ پېښې په زياتېدو دي او وسله وال غواړي د تشدد پېښو له لارې خپل شته والی ظاهر کړي.

منصور خان وايي د ضرب عضب فوځي عملياتو وروسته په قبايلي ضلعو کې ارامي راغلې وه خو اوس يو ځل بيا ښکاري چې د تشدد پېښې پکې سېوا کيږي.

منصور خان زياتوي په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې تر ټولو زياتې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوي او په هدفي وژنو کې ځايي مشران او د امنيتي ادارو اهلکار په نخښه شوي دي.

څېړونکی او خبريال صفدر داوړ وايي په قبايلي ضلعو کې د تشدد پېښې زياتېدل ښیي چې وسله وال يو ځل بيا رايو ځايي کيږي او په دغو سيمو کې خپل شتون ظاهرول غواړي.

په قبايلي ضلعو کې د 2006م او اووم را په دې خوا د وسله والو کلک مرکزونه جوړ شوي وو، دلته د وسله والو ډلو سره د القاعده او نورو ترهګر تنظيمونو د غړو موجودګي هم وه خو په جون 2014م کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو په ترڅ کې د وسله والو دغه مرکزونه له منځه يووړل شو.

حکومتي چارواکو په سيمه کې د مکمل امن پر ځای کېدو دعوې وکړې خو ولې اوس يو ځل بيا څېړونکي ويره څرګندوي چې د وسله والو فعاليتونه سېوا کيږي او د تشدد پېښې هم زياتې شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG