لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مفتي منیب الرحمن پر ځای مولانا عبدالخبیر ازاد د پاکستان د میاشتې لیدو د کمېټۍ مشر شو


واشنګټن ــــ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزارت د میاشتې لیدو (رویت هلال) کمېټۍ بدله کړې او د 19 غړو په ګډون یې د پخواني لانجمن مشر مفتي منیب الرحمن پر ځای د لاهور د بادشاهي مسجد امام مولانا عبدالخبیر د دې کمېټۍ مشر ټاکلی دی.

مفتي منیب الرحمن تر اوسه د حکومت پر دې پرېکړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د مذهبي چارو مرکزي وزارت وایي په نوې کمېټۍ کې یې د ساینسي چارو کارپوهان،‌ د موسمیاتو او د ساینس ټیکنالوجۍ وزارت استازي او د مذهبي چارو د وزارت استازي هم شامل کړي‌ دي.

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چوهدري هم د میاشتې لیدو پر سر د رویت هلال کمېټۍ له پرېکړو سره مخالفت څرګند کړی وو او د دې کمېټۍ د بدلون غوښتنه یې کړې وه. نوموړي پرون پر ټویټر لیکلي:

"ستونځه د منیب الرحمن صاحب نه ده، د هغې تشریح ده چې زموږ یوه مذهبي طبقه یې کوي، چې په بنیاد یې علم او ټیکنالوجي ردېږي، دا تشریح نه شي منل کېدای".

مفتي منیب الرحمن له څه دپاسه دوو لسیزو راهیسې د دې کمېټۍ مشر وو، خو له تېرو څو کلونو راهیسې وروسته له هغه د ده پر سر اختلافات پیدا شول چې په پاکستان کې د اسلامي میاشتې لیدو په هېواد کې خصوصاً د روژې او اختر ورځې بدلې کړې.

پر ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی چې مفتي منیب الرحمن یې لرې کړی او په نوې کمېټۍ کې یې د ساینس او ټیکنالوجۍ کسان هم شامل کړي دي، خو ډېرو بیا د مفتي منیب الرحمن د لرې کېدو مخالفت کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG