لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک احتجاج: "د کریمې بلوچ مرګ قدرتي نه ښکاري، پلټنې دې یې وشي".


نیویارک ــــ‌ د بلوچستان د فعالې کريمې بلوچ د مرګ د پلټنو لپاره په نیویارک ښار کې د کېنېډا قونسلګرۍ مخې ته احتجاج شوی، چې پکې یې د هغې د مرګ تور "په پاکستان" پورې کړی او د کېنېډا له پولیسو یې د نورو پلټنو کلکه غوښتنه کړې ده.

په کېنېډا کې د پاکستان های کمېشن په تېرو ورځو کې د کریمه بلوچ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د تورنټو له پولیسو یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د شورو- چارشنبې په ورځ دغه احتجاج د جلا وطنه يا له ملکه بهر ټولنيزو فعالانو له خوا شوی وو چې پکې د پښتنو تر څنګ بلوڅ فعالان، د پښتون ژغورنې غورځنګ، د سياسي ګوندونو غړي او نور يو شمېر کسان موجود وو.

د احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې وې او اکثر پرې دغه نعرې لیکلې وې چې "د کریمې بلوچ لپاره انصاف غواړو، د بلوڅانو ټولوژنه ودروئ، د کریمې د وژنې پلټنې دې وشي".

د ټورنټو پولیسو د لومړنیو پلټنو په اړه پر ټویټر لیکلي وو "د یو بې درکه شوي تن د پلټنو په اړه د ټولنې او رسنیو له شدیدې دلچسپۍ خبر یو، د حالاتو جایزه مو اخیستې او افسرانو دا یوه غیرمجرمانه مړینه ګڼلې او د وژنې څه شک نه شته. موږ یې کورنۍ ته معلومات ورکړي دي".

په دغه احتجاج کې شريکې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې غړې او ټولنيزې فعالې ګلالۍ اسماعيل وي او اې ډيوه ته وويل چې د کريمې بلوڅ مرګ ډېر مشکوک دی او دا غوښتنه کوي چې بايد د دې پلټنې وشي:

"د پاکستان د رياستي ادارو چې کومه پاليسي وه او په خصوصي توګه د بلوڅو د حق اواز پورته کوونکي وژل، اوس د پاکستان پورې محدوده نه ده بلکې بهر هېوادونو ته هم ورسېدله. مونږ دا نه وايو چې کومې نتيجې ته رسېدلي يو خو دا ضرور وايو چې د کريمه بلوڅ ژوند ته خطرې وې ځکه يې پوره او جامع پلټنې پکار دي."

په نیویارک کې د کېنېډا قونسلګرۍ مخ ته د کریمې بلوچ د مړینې په ضد احتجاج.
په نیویارک کې د کېنېډا قونسلګرۍ مخ ته د کریمې بلوچ د مړینې په ضد احتجاج.

په امريکا کې مېشت خبريال او ليکوال حسن مجتبی وويل د دوی بس يوه غوښتنه ده چې کريمه بلوڅ څنګه ووژل شوه، بايد نړۍ ته وويل شي:

"د کېنېډا په ټورنټو ښار کې د ټولنيزې فعالې کريمې بلوڅ مړی د اوبو نه تر لاسه شوی او پوليس وايي چې دا غېرمجرمانه ګام دی او پلټنې يې بندې کړې دي. زمونږ غوښتنه دا ده چې د کريمه بلوڅ د مرګ دې پوره پوره پلټنې وشي."

په امريکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړي اسلم کاکړ وويل چې دوی د کريمې بلوڅ د مرګ پلټنې غواړي او هيله ده چې د کېنېډا حکومت به ضرور د دوی دا خواست مني:

"د کریمې بلوچ مرګ موږ ته قدرتي مرګ نه ښکاري، د دې تر شا به خامخا مضبوط خلک وي او تر شا به یې څه مقصد وي".

د سیند صوبې سره تعلق لرونکي حبيب بهټو وويل کريمه بلوڅ په کېنېډا کې "ووژل شوه"، خو کومې پلټنې نه دي شوي چې چا وژلې ده؟ ځکه دوی راټول شوي د کېنېډا د قونسلګرۍ مخې ته خپل احتجاج رېکارډ کوي:

"مونږ سیندي، بلوڅان، پښتانه چې څومره هم مظلوم قامونه دي په هغوی کې يوه بې قراري ده چې خپل کورونه او کورنۍ مو پرېښوې، هلته مو هم وژنې او دلته هم په امن نه يو. تر اوسه د هغه ځای [کېنېډا] پوليس او انتظاميه قاتلانو ته نه ده رسېدلې، ځکه مونږ لږ مايوسه هم يو، ځکه نن مونږ د کېنېډا حکومت ته خواست کوو چې زمونږ په وژنه کې څوک هم ککړ دي، مونږ په چا تور نه لګوو خو پوره پلټنې دي وشي."

په نیویارک کې احتجاج کوونکي د کریمې بلوچ د مړینې پلټنه غواړي.
په نیویارک کې احتجاج کوونکي د کریمې بلوچ د مړینې پلټنه غواړي.

د روان کال په اپرېل میاشت کې په سویډن کې په مرموزه توګه د بې درکه شوي بلوڅ خبریال ساجد حسېن مړی د دې هېواد له اپساله ښار سره نیژدې د دریاب په غاړه موندل شوی وو.

د ورکو بلوڅانو د تنظیم د شمېرو له مخې په بلوچستان کې زرګونه بلوڅ ځوانان بې درکه دي او د ډېرو مسخ شوي مړي موندل شوي او په بلوچستان کې د ناامنۍ له کبله ګڼ شمېر بلوڅو سیاسي فعالانو او خبریالانو په امریکا او یورپ کې پناه اخیستې ده.

د پاکستان سفارت د داسې دعوو په اړه څه نه دي ویلي چې ګوندې په کېنېډا کې مېشت کوم پاکستاني ته دې د چا له خوا ګواښونه کېږي یا دې څارل کېږي.

د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو مبارزين وايي دا مهال په پاکستان کې په زرګونو بلوڅان او پښتانه بې درکه دي. دوی اکثره د خلکو په جبر د لا درکۍ تور د هېواد په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG