لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: له نوي کاله مخکې مو د کورونا واکسین اټکل کړی وو،‌ هماغسې وشو


واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې ادارې د لاسته راوړنو د ستاینې پر لړ کې ویلي،‌ امریکا د کورونا واکسین د ریکارډ په توګه کم وخت کې تولید کړ او ده په سمه توګه اټکل کړی وو چې د کال له پای ته رسېدو څخه مخکې به داسې وشي.‌

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپل یو ویډیوي پیغام کې ویلي، "مونږ باید په یاد اوسو د هغه څه له امله چې مو کړي دي."

ټرمپ چې لا تر اوسه یې هم د نومبر په ټاکنو کې ډیموکراټ جوبایډن ته خپله ماته نه ده منلې په خپل ټویټر باندې دا پیغام وروسته له هاغې خپور کړ چې په فلورېډا کې له خپل تفریحي ځای څخه سپېنې ماڼۍ ته له ټاکلي وخت څخه مخکې راستون شو.

ټرمپ د خپلې ادارې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه په کومو کې چې د هغه په وینا د کورونا وبا سره چال چلند او د اقتصاد بیارغونه هم شامله ده.‌

ټرمپ چې په خپله هم په اکټوبر کې په کورونا باندې اخته شوی وو تل د کورونا وبا ته په کمه سترګه کتل چې د زیاتو روغتیايي کارپوهانو لخوا پرې له همدې امله نیوکې هم کېدې.

امریکا د هغو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې په کورونا باندې سخته ځپل شوې ده.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر ۳۴۴۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.‌

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې ټرمپ د خپل نوي کال جشن په خپلې مار لاګو تفریحي ځای کې ونیسي.

واشنګټن په دې اړه هېڅ نه دي ویلي، چې ولې ټرمپ واشنګټن ته مخکې له وخته راوګرځېده خو دا هغه وخت دی چې ټرمپ له کانګرس سره د دفاعي لګښتونو او د کورونا ځپلو سره د هغه لخوا د مرستې د زیاتوالي پر وړاندیز باندې جګړه کوي او په ورته وخت کې له ایران سره فشارونه زیات شوي دي.‌

په ورته وخت کې ټرمپ د ایران په اړه پوښتنو څخه مخ واړوه او په د دې پوښتنې په ځواب کې یې هم څه و نه ویل چې ایا هغه به د جنورۍ په شلمه نېټه د بایډن د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي او که نه.

دغه راز تمه ده چې ټاکلی ولسمشر جو بایډن به په ډیلېوېر ایالت کې د سمندر په غاړه خپل کور کې نوی کال ولمانځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG