لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا په نړۍ، پاکستان او افغانستان کې د 18 لکه 18 زرو نه سېوا کسان مړه کړه


د کرونا وايرس وبا [کوېډ-19] تراوسه پورې د نړۍ په 191 هېوادونو کې 18لکه 18زره 116 کسان مړه کړي او اته کروړه 34لکه 24زره 446 کسانو ته دا وايرس لګېدلي دي.

د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په نړۍ کې تر ټولو زياتې مړینې په امریکا کې کړي چې شمېره يې درې لکه 45زره 737 ده.

په امریکا کې د کرونا وايرس يو کروړ 99لکه 68زره 87 کسانو ته لګېدلی دی.

په امریکا پسې په دوېم نمبر زياتې مړینې په برازيل کې شوي او کرونا وایرس په دغه هېواد کې يو لک 94زره 949 تنه مړه کړي دي.

له دغې وروسته هند په درېم نمبر دی چرته چې د کرونا وايرس له امله يو لک 48زره 738 کسان مړه شوي دي.

په هند کې د کرونا څخه يو کروړ دوه لکه 66زره 674 کسان اغېزمن کړي دي.

په پاکستان کې د دولتي شمېرو ترمخه په تير 24 ساعتونو کې په ملک کې 71 نور کسان د دې وايرس نه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 10زره 176 کسان مړه شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې 2191 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG