لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پخواني وزير اعظم نواز شريف د غدارۍ مقدمه شوې


واشنګټن ــــ د پاکستان په سیويلين یا ملکي چارو کې د پوځ د مداخلې د بيانيې په سر د هيواد درې ځله منتخب وزير اعظم نواز شريف خلاف د خلکو د جذباتو را پارولو په تور لاهور پـوليسو د بغاوت مقدمه درج کړې ده.

د ملک د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد وايي حکومت د فرورۍ په شپاړسمه د نواز شريف د پاسپورټ لغوه کولو پريکړه هم کړې ده.

څېړونکي وايي د وزيراعظم عمران خان نه د جنورۍ تر اخره پورې د پي ‌‌‌‌‌‌ډي ايم د استعفا غوښتنې او د پارلمان نه په ګډه د استعفاګانو ورکولو معياد چې څومره رانیزدې کيږي د حکومت رويه د مخالفو ګوندونو او په خاصه توګه د نواز شريف د ګوند مسلم ليګ ن ‌‌‌‌‌‌خلاف ډېره تونده ده چې مشران يې په بېلابېلو مقدمو کې نيول کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړى علي وزير هم د رياست مخالفه تقرير په تور بندي دی او د څېړونکو تر مخه د پاکستان طاقتوره پوځ د بشري حقونو فعاله ادريس خټک ځکه اوچت کړی چې هغه د بې درکه کسانو د حق خبرې کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن لیډر شهباز شريف او د پيپلز ګوند مرکزي لېډر خورشيد شاه د احتساب د ادارې له خوا د جوړو شوو مقدمو له امله بندیان دي او يو شمېر نور حکومت مخالفه سياستمداران هم د احتساب سره مخ دي.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه په پاکستان کې د احتساب د دغه عمل په سر اندېښنې لري او په حکومت باندې د دې په شا انتقامي کاروایي نه په ډډه کولو ټينګار کوي.

د خوند خبره دا ده چې وړومبی به يواځې عمران خان او پلويانو به يې ويل چې غلو سياستمدارو ته به اين آر او نه ورکوي خو اوس د پي ‌‌‌‌‌‌ډي ايم مشراان وايي عمران خان ته به هيڅ اين آر او ور نه کړي.

په لاهور کې د نواز شريف د جاتي عمره په کور کې نن د جمعې په ورځ د پي ‌‌‌‌‌‌ډي ايم د قيادت غونډه شوې چې پکې د راروانو حالاتو د پاره تيارۍ ونيول شي چې د عمران خان استعفا يې د غوښتنو په سر کې ده.

البته وزير خارجه شاه محمود قريشي يو وار بيا تکرار کړې ده چې که اپوزيشن هر څه وايي عمران خان به استعفا نه ورکوي.

پاکستان د خراب اقتصاد او ملکي امن و امان سره مخ ملک دی چې غټه وجه يې د څېړونکو په وينا په ملک کې د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو شتون او د استخباراتي ادارو اړيکې دي.

پاکستان وايي د ترهګرۍ په اړه يې پخوانۍ تګلاره بدله کړې خو که څه هم پوځ او حکومت د هيواد د ترهګرى په ضد د ګټورو عملياتو دعوه کوي خو په هيواد کې دننه او په بهرنۍ کچه هم پاکستان په دې اړه د دوه مخه تګلارې لرلو د تورونو سره مخ دی.

د مطبوعات ترمخه د پاکستان حکومت د پیسو د غيرقانوني انتقال د څار نړيوالې ادارې ايف اې ټي ايف په وړاندې دريځ خپل کړى چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې مرکز لرونکې هند مخالفه توندروه ډلې جيش محمد مشر او نړېوال ترهګر پېژندل شوي مولانا مسعود اظهر د مړ ژوندي درک نه لګي.

خو رپورټونه زياتوي مسعود اظهر د پنجاب صوبې په ميانوالي جېل کې د پوځي استخباراتي ادارې ای ايس ای په ولکه کې دى او راتلونکى کال فرورۍ مياشت کې د ايف اې ټي ايف غونډې وروسته هغه خپل فعاليتونه پيل کولى شي.

د بشري حقونو کارمند او څېړونکى ډاکټر عبدالحميد نير ‌‌‌‌وي او اې ‌‌ډيوه ته وويل، دا د پاکستان د پوځ د ملکي سلامتيا په نوم د تضاداتو نه ډکه تګلاره ده چې د پارليمان د سرلوړۍ او د بشري حقونو د سرغړونو په ضد فعال سياستمدران او کارمندان د رياستي جبر سره مخ دي او زياته يې کړه خو بيا دغه رياستي ادارې د جيش محمد او نورو توندروه ډلو په فعالیتونو غلې پاتې کيږي:

"نړۍ کې يواځې د پاکستان پوځ دا صلاحييت لري چى ولس د خپل هيواد نه زړه بدی کړي او مجبوره یې کړي چې د پاکستان نه بېل شي".

د پاکستان پوځ په بلوچستان او قبايلي ضلعو کې په زور د خلکو د اوچتولو او بشري حقونو په سرغړونو کې د ککړتيا تورونه بې اساسه بولي.

د هيواد په کچه د بشري حقونو د تنظيم ايچ آر سي پي پخوانى مشر او د صحافت استاد ډاکټر مهدي حسن د پوځ سره سياسي ګوندونه هم د دې ذمه وار بولي او هغه د هيواد اعلى عدليه هم د طاقتوره ايسټيبليشمنټ برخه ګڼي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کى هغه وايي "اعلى عدالتونه اکثر له خپلو حدونو واوړي او داسې فيصلې وکړي چې ترینه ډډه پکار وي".

دا په داسې وخت کې کيږي چې د امريکا حکومت د سیند هايکورټ له خوا په کراچۍ کې د وژل شوي امريکني خبريال ډينيل پرل په وژنه تورن د نړيوالې ترهګرې شبکې القاعده غړي احمد عمر شيخ او درو نورو ملزمانو د خوشي کولو په پرېکړه سختې نیوکې کوي او د هايکورټ پرېکړه په ګرده نړۍ کې د ترهګرۍ نه اغيزمنو کورنيو ته سپکاوى بولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG