لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټرا زېنېکا واکسین په هند کې تصویب او په برتانیه کې ورکړل شو


واشنګټن - ټاکل شوې ده چې برتانیه به نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د اسټرا زېنېکا لومړنی واکسین خلکو ته ورکړي.‌

د اسټرا زېنېکا واکسین له فایزر بایوټېک واکسین څخه ارزانه او لېږل یې اسانه دي ځکه اړتیا نه لري چې په ډېرې سړې تودوخه کې وساتل شي.‌

د فایزر واکسین لا له مخکې څخه په برتانیه او امریکا کې ګڼو روغتیايي کارکونکو ته ورکړل شوی دی.‌

د برتانیې د روغتیا د وزیر په وینا دغه هېواد به په شپږو روغتونونو کې خلکو ته د واکسین ورکولو چارې د ګل په ورځ پیل کړي.‌

په ورته وخت کې هندوستان هم د همدې واکسین د بیړني کارولو اجازه ورکړې.‌

دغه ښه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په برتانیه کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي په ځانګړي توګه د نوې بڼې پېښې چې ساینس پوهان باور لري چې په چټکۍ سره خپرېږي.

د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په هېواد کې د یو نوي لاک ډاون په اړه خبرداری ورکړی وو.‌

جانسن بي بي سي ته ویلي،‌"مونږ په بشپړه توګه تیار یو چې هغه څه وکړو چې وایرس کنټرول کړي چې په هغو کې په راتلونکو اونیو کې د سختو ګامونو اخېستل هم شامل دي."

د جاپان لومړي وزیر یوشېدې سوګا وویل، حکومت یې په دې غور کوي چې په ټوکیو او شاخوا درې نورو سیمو کې د کورونا د نويو پېښو له امله یو بیړنۍ حالت اعلان کړي.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت د اتوار یا یکشنبې په ورځ د کورونا د ۳۱۵۰ نویو پېښو او ۵۱ مړینو راپور ورکړی.‌

د یونان د روغتیا وزارت د یکشنبې یا اتوار په ورځ د کورونا د نوې بڼې څلور پېښې موندلي‌ او دا هغه خلک وو چې په دې وروستیو کې یې برتانیې ته سفر کړی وو.‌

امریکا:

په نړۍ کې د کورونا د پېښو څلورمه برخه په امریکا کې دي چې شمېر یې له ۲۰.۶ میلیونو څخه اوړي او تر ۳۵۱۰۰۰ زیات کسان پرې مړه شوي دي‌

د جان هاپکنز پوهنتونو د شمېرو له مخې هندوستان د کورونا د زیاتو پېښو او مړینو له پلوه دوهم ځای لري چې تقریبا د امریکا د شمېرو نیمايي جوړوي.

په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د خالي یا شنبې په ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې له ۴.۲ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته د کورونا واکسین ورکړل شوی او په ټوله کې یې تر اوسه پورې ۱۳ میلیونه ډوزه واکسین استولی دی.‌

روسیه، برازیل، جنوبي افریقا او زېمبابوې:

د روسیې د روغتیا وزیر مېخېل موراشکو وویل، تر اته لکو زیاتو خلکو تر اوسه په روسیه کې جوړ شوی واکسین سپوتنېک اخیستی او په د ۱۴۷ میلیونو وګړو په دغه هېواد کې ۱.۵ میلیون ډوزه وېشل شوی دی.‌

کرملن ټول زور د خلکو واکسین کولو ته اړولی، نه لاک ډاون او محدودیتونو ته ځکه غواړوي چې وایرس کنټرول شي خو یو ځل بیا یې اقتصاد د بل لاک ډاون پواسط و نه ځپل شي.‌

په برازیل کې چې د کورونا په ۷.۷ میلیونه پېښو سره په نړۍ کې دریم ستر ځپل شوی هېوا دی روغتیايي چارواکو یې اسوسېټېد پریس ته ویلي،‌ چې لږ تر لږه دغه هېواد درې نورې اونۍ هم د واکسین له کمپاین څخه لېرې دی.

د جنوبي افریقا مشرانو د اتوار په ورځ هیله څرګنده کړه چې دوی به په فیبروۍ میاشت کې د خپلو خلکو واکسینول پیل کړي.

په زیمبابوې کې چې د کورونا پېښې د نومبر راهیسې نېږدې دوه چنده شوي، حکومتي چارواکو یې د خالي یا شنبې په ماښام خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی.

جان هاپکنز وايي، په دغه هېواد کې نېږدې ۱۴۵۰۰ کسان په کورونا اخته او تر اوسه یې ۳۷۷ مړه شوي دي.‌

همدارنګه یاد پوهنتون وايي، چې په نړۍ کې د کورونا د پیل راهیسې تر اوسه پورې تر ۱.۸ میلیونو زیات کسان مړه شوي دي خو کارپوهان ویره لري چې د نوي کال له رخصتیو وروسته به د کورونا په پېښو او ورڅخه په مړینه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.‌

پاکستان او افغانستان:

په پاکستان کې د کورونا پېښې نېږدې نیم میلیون ته رسېدلي او تر لس زره او درې سوه زیات کسان پکې مړه شوي دي خو د پوهنې چارواکو یې د جنورۍ په ۱۸ د یو شمېر ښونځیو د بېرته پرانېستلو خبر ورکړی.

د افغانستان د روغتیا چارواکو وېره څرګنده کړې ده چې د کورونا نوې بڼه هند او پاکستان ته رسېدلې نو ښايي افغانستان ته هم ورسېږي او له همدې امله یې له خلکو غوښتي چې خپل سفرونه محدود کړي. په ورته وخت کې سیمیز چارواکي وايي، چې په تورخم او اسلام قلعه کې د هغو مسافرو د کورونا معایناتو مرکزونه هم جوړ شوي که په چا کې د کورونا نښې نښانې ولیدل شي.

د روغتیا وزارت د ګل په ورځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا د ۱۰۳ نویو پېښو خبر ورکړی او وايي چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۳۰۰۰ او د مړینو شمېر له ۲۲۳۷ څخه زیات شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG