لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: په افغانستان کې هدفي وژنې د منلو نه دي


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پرمختګ په موخه د اسيا او منځني ختيځ په سفر روان شوی ويلي يې دي چې په افغانستان کې د " هدفي وژنو په ګډون، د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د منلو نه ده ".

نوموړي په ټويټر ویلي، "دواړې خواوې باید وښيي چې د افغانانو د ګټو لپاره رښتوني مصلحتونه کوي او د خبرو له لارې د یوې چټکې سیاسي جوړجاړي هوکړې او د پام وړ بیړني اورکم/ اوربند لپاره کار کوي".

خليلزاد په بل ټویټ کې ویلي، "د هدفي وژنو په ګډون، د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د منلو نده. هغوي چې تاوتریخوالی غځوي، غواړي چې د سولې ‌بهير او د هیواد راتلونکی زیانمن کړي. دوي د افغانانو د هود، چې د سولې لیواله دي، استازیتوب نکوي".

زلمي خليلزاد پرون په څلورمه جنورۍ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره لیدلي دي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې ای پي پي ویلي، په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو او په ځانګړي ډول د افغان سولې د عمل په اړه خبرې اترې شوي دي.

پوځ ويلي په جنرل هېډکوارټر کې ترسره شوؤ خبرو کې په سيمه کې د سولې او ثبات او شريکو ګټو ترلاسه کولو او به بېلابيلو برخو کې د مرستو ويل شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون په څلورمه جنورۍ ويلي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په درېمه جنورۍ د سويلي او منځنۍ اسيا ترڅنګ د منځني ختيځ په سفر روان شوی دی.

سټېټ ډيپارټمنټ ويلي، خليلزاد به په دوحه کې د افغان ډلو سره وويني دوی به وهڅوي او د امريکا د ملاتړ وړانديز به وکړي چې د سولې عمل ګړندی کړي، تشدد کم کړي اوربند وکړي او زر تر زره د سياسي تګلارې او د واک شريکې دپاره معاهده وکړي.

په بيان کې ويل شوي خليلزاد به د افغانستان ګاونډيان هم وهڅوي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي چې تشدد ختم شي او زر تر زره سياسي جوړ جاړی وشي.

خليلزاد په داسې وخت کې د سيمې سفر کوي چې د افغان حکومت طالبانو ترمنځ په خبرو کې د 20 وقفه نن په پينځم دسمبر پوره کيږي.

بل لور ته په افغانستان کې د تاؤتريخوالي او تشدد پېښې هم دوام لري.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، خليلزاد به په سفر کې کابل ته هم ورځي د افغان مشرتابه او د امریکا د سفير سره ويني چې د افغان ولس او امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

ويل شوي په سفر کې به نوموړی په سیمه کې د رابطو غځولو، سوداګرۍ او پرمختيا دپاره پروژه او پلانونه وهڅوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG