لاس رسیدونکی لینک

 
د افغان حکومت پلاوی د طالبانو سره خبرو دپاره دوحې ته روان شوی
تازه خبر

د افغان حکومت پلاوی د طالبانو سره خبرو دپاره دوحې ته روان شوی


د افغانستان د حکومت مرکچی پلاوی د طالبانو سره د بېن الافغاني خبرو د دوهم بړاؤ دپاره دوحې ته روان شوی دی، د حکومتي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د 20 ورځو وقفه نن پوره کيږي.

د افغان حکومتي پلاوي يو غړي او وياند نادر نادري د دوحې د تګ په اړه نن په پينځمه جنورۍ په ټویټر ويلي، ،

"د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي په کابل او ولایتونو کې د دولت له مشرتابه، ملي مصالحې عالي شورا له غړو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني علماوو او د هېواد له نورو پاړکو سره له درې اوونیو سلا مشورو وروسته نن د سولې خبرو پیل کولو په موخه، له کابل څخه د دوحې په لور روان شو"​.

نوموړي په بل ټويټ کې ویلي،

"د افغانستان مرکچي پلاوی، په بریالۍ توګه د سولې خبرو دویم پړاو د پیل لپاره، له لازمو نظریاتو او لارښوونو برخمن شوی، څو په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت په موخه، خبرې له سره پیل کړي. د مشورو پرمهال روښانه شوه چې اوربند د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده".

د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دوهم پړاؤ په داسې حال کې پيلږي چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي د دوحې او سيمې په سفر روان شوی دی.

هغه ويلي، "زه دوحې او سیمې ته پدې تمه ستنېږم چې خواوې به د افغانستان د سولې مذاکراتو په راتلونکي پړاو کې محسوسه پرمختګ وکړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون په څلورمه جنورۍ ويلي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په درېمه جنورۍ د سويلي او منځنۍ اسيا ترڅنګ د منځني ختيځ په سفر روان شوی دی.

سټېټ ډيپارټمنټ ويلي، خليلزاد به په دوحه کې د افغان ډلو سره وويني دوی به وهڅوي او د امريکا د ملاتړ وړانديز به وکړي چې د سولې عمل ګړندی کړي، تشدد کم کړي اوربند وکړي او زر تر زره د سياسي تګلارې او د واک شريکې دپاره معاهده وکړي.

په بيان کې ويل شوي خليلزاد به د افغانستان ګاونډيان هم وهڅوي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي چې تشدد ختم شي او زر تر زره سياسي جوړ جاړی وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG