لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼه واده کله اؤ د چاسره کوي ؟


ګل پاڼه
ګل پاڼه

چې خبره د وتلې سندرغاړې ګل پاڼې دمرکې شي اؤ بیا په سوشل میډیا دخلکو نه پوښتنې وغوښتل شي نو څه فکر کوئ چې څه رقم پوښتنې به خلک دګل پاڼې نه ولري؟

هو ارو مرو به تر ټولو دمخه هم دا پوښتنې دګل پاڼې کیږي چې واده دی کړی دی که نا؟ مینه دې کړې ده که نا؟ کله به واده کوې اؤ دچا سره یې کوې ؟

ډیرو شاه زلمو خو پکې خپل زړونه په لاسونو کې نیولي وي اؤ ګل پاڼې نه خواست کوي چې باید واده ورسره وکړي .

ډیوه سره هم دګل پاڼې ددې تازه مرکې په مهال هم دغه کیسه مخې ته راغلې ده ،

په سوشل میډیا مخې ته راغلو خواؤ شا ۱۱۰۰ؤ پوښتنو کې مو یوازې هغه څو پوښتنې دګل پاڼې مخې ته ایښي چې دهغې په فن پسې اړه لري ، وخت مو نه نیسو نیغ مو ورؤلو دخلکو اؤ ډیوه پوښتنو اؤ د ګل پاڼې ځوابونو ته .

دګل پاڼې سوونه مینه وال پوښتنه لري چې ایا ګل پاڼې واده کړی ؟ اؤ که نه یې دی کړی کله اؤ دچاسره یې کوي ؟

دغه پوښتنو ته ګل پاڼه خپل ځواب په دې ټکو کې وایي “واده مې نه دی کړی ، خو دا دقسمت خبره ده، چې کله نصیب وشو په هغه ورځ به مې واده شوی وي اؤ پاتې داخبره چې دچا سره به واده کوم ، نو دداسې سړی سره خو یې بیخي نه کووم چې مخکې نه یې بله ښځه وي ….دکړس کړس خندا”

ګل پاڼه زیاتوي چې تر دې وخته یې داسې څوک زړه ته نه دی پریوتی چې د واده فیصله ورسره وکړي خو د واده په لړ کې به لمړۍ ترجیح هغه ځوان ته ورکوي چې انسانیت پکې وي

وایي “نورې خبرې وړې دي ، ما دپاره مهم شی انسانیت دی”

ګل پاڼه وایي واده دپاره به د زلمي انتخاب پخپله خوښه کوي خو دمور پلار خوښه به یې هم پکې شامله وي،

دامام جهاني په نوم مینه وال ترې پوښتنه کوي ، ګل پاڼې که چرې واده وکړې بیا به هم د سندرو لړۍ ته دوام ورکوې ؟

ګل پاڼه یې ځواب په دې ټکو ورکوي” اوس نه په دې هکله یقین سره څه ویلی نشم خو زما خیال دی چې د واده نه روسته سندرې ویل پکار نه دي”

ددې پوښتنې ځواب کې چې په لکونو مینه والو درباندې زړونه بائللي که یو تن ته واده شې دلکونو خلکو زړونه خو به ماتیږي ، دغو زړه ماتو عاشقانو ته به په کومو لفظونو تسلی ورکوې؟

ګل پاڼه اول خاندي اؤ بیا په خندا کې وایي” ډیر مشکل سوال دی نو ؟ خو ... زمونږ په اسلام اؤ شرعي توګه ښځې ته دیو واده اجازت دی اؤ ښځه دیو انسان سره باید ژوند تیر کړي ، په دې خبره به مینه وال ښه پوهه شي..هاهاهاهاها”

دسوونو په شمیر مینه والو د ګل پاڼې نه دا پوښتنې هم کړي چې زده کړې یې څومره کړي اؤ‌ په سندرو یې څنګه پیل وکړو؟

ګل پاڼه وایي “ تعلیم مې په سوشیالوجي کې دماسټر ډګري اخستې اؤ اوس ایم فل کوم ، سندرو سره مې شوق ؤ ، یوه ورځ هسې د نورو ملګرو جینکو سره یوې سټوډیو ته لاړم هلته مې پخپل اواز یوه سندره ریکارډ کړه ، هغه بیا زما ملګرو ډیره خوښه کړه اؤ بیا مې په لمړي ځل ددې سندرې نه دفن اغاز وکړو چې ::یه زما نادان ملنګه //یا زما پاګل ملنګه ::اؤ بس داسې سندرغاړې شوم”

دګل پاڼې نه چې کله پوښتنه وشوه ایا په ژوند کې دې د خندا موقعې ډیرې راغلي که د ژړا نو هغې وویل “ شکر دی داسې دخفګان کومه خبره نه شته ،الله همیشه په ما خپل فضل اؤ کرم کړی ، پاتې د ژوند خبره، نو ژوند کې خفګان اؤ خوشحالي دواړه راځي ، خو زه دومره ډیره حساسه یم چې په وړه خبره خوشحالیږم اؤ‌ په وړه خبره ژړا هم راځي”

کله مو چې ترې وپوښتل د ژوند د اطمینان وجه دې یوازې سندرې،شهرت اؤ‌ پیسه ده که نا داسې یو بل څه هم شته چې ستا ژوند ته یې اطمینان بخښلی ؟ نو جواب یې دا ؤ “ اؤ بلکل یوه لاره بله شته اؤ هغه ده د الله یاد ، هغه ته سجده کول، دا زما د ژوند د اطمینان یوه اهمه لاره ، یوه ذریعه ده”

د یو مینه وال دې پوښتنې ته چې سندرو ته خو دې ډیر وخت ورکړی ، ایا ځانته هم وخت ورکوې ؟ اؤ چې کله ځان ته وخت ورکوې نو هغه وخت څنګه وي یعنې څه کوې ؟ ګل پاڼه خپل ځواب داسې وایي “اؤ بلکل ځانته وخت ورکومه، د کورنۍ غړو سره د کوره بهر اوځم ، جیم ته ځمه ، اکثر دماسخوتن ډوډۍ خوراک له هم بهر اوځو ، خپلو خپلوانو کره لاړ شو، ملګرو سره کښیم پاڅم ، بس دغه وي نو !”

کله چې ترې پوښتنه وشوه پخپله دې د خوښې سندرغاړی څوک دی اؤ هاغه کومه سندره ده (چې دهرې ژبې وي) چې ستا په ژوند کې تر ټولو زیاته خوښیږي ګل پاڼې وویل “د خوښې سندرغاړې مې شکیله ناز ده اؤ په ټول ژوند کې مې تر ټولو زیات د غني خان دا کلام د شکیله ناز په اواز خوښ شوی چې ،سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي”

ددې پوښتنې جواب کې چې خپل قام اؤ اولس سره څومره مینه کوئ ؟ اؤ چې پښتانه په تکلیف کې یا بدامنۍ کې وینې څه احساس دی وي ؟ ګل پاڼه وایي “په قام اؤ اولس ډیره مئینه یم ، زه خو په هر نمونځ کې هم دا دعا غواړم چې خدایه پښتانه دجنګونو اؤ بدامنۍ نه بچ اؤ دښه تعلیم ،ښه شعور ، ښه صحت اؤ سیال ژوند خاوندان یې کړه”

په ماشومتوب دې کومې لوبې ډیرې کړي اؤ اوس هم چرته دخپلو روڼو خویندو سره لوبې کوې که نا ؟ ددې پوښتنې ځواب ګل پاڼه په دې ټکو کې ورکوي “ په ماشومتوب مې چیندرو لوبه ډیره کړې ده اؤ ګوډیانې به مې هم ډیرې لوبولې اخو اوس لوبې نه کوم ،‌لوبې ویمه ...هاهاهاهاهاها”

د ډاکټر احسان په نوم یو مینه وال ترې پوښتنه کړې چې د لباس اؤ رنګوو انتخاب درله څوک کوي اؤ پخپله دې کوم رنګ خوښ دی ؟ ګل پاڼه په ځواب کې وایي” زه رنګونه د موسم په مناسبت خوښوم ، په ژمي کې شوخ اؤ په هوړي کې مې مدهم یا لائیټ رنګونه خوښ وي، تور، ګلابي اؤ سور مې د خوښې رنګونه دي”

دحضرت بلال دې پوښتنې ته چې لنډ یې راته اووایه افغانه یې که نا ؟ کل پاڼه خپل ځواب یوازې په” نا “کې ورکوي

دشاعرۍ په هکله وایي چې پخپله یې نه چرته د شعر لیکلو هڅه کړې ده اؤ نه پکې خوښي لري،

دا هم وایي‌ چې په پښتو، فارسي، اردو اؤ عربۍ ژبه د سندرو ویلو نه وروسته اوس په انګلسي ژبه د سندرو ویلو اراده هم لري،

دخپل اصلي عمر اؤ نوم ښودلو په هکله پوښتنې په خندا کې وړي اؤ وایي” دا حال چاته نه ویم”

وایي دخپلو مینه والو نه خوشحاله ده اؤ خپل شهرت ورته تر اوسه داسې یو جنجال نه دی پیښ کړی چې هغه یې په سندرو ویلو پښیمانه کړي وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG