واشنګټن ــــ په پېښور کې د پولیسو له خوا د ثنا اعجاز په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو تر نیول کېدو څو ګنټې وروسته د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د دغو کسانو د نیولو مخالفت کړی او د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه چې بیا هغوی ټول بیرته خوشي کړای شول.
د ایمنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا څانګې د شورو- چارشنبې په ماښام ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي:
"پاکستاني چارواکي باید سمدستي او بې له کوم شرطه د پښتون تحفظ موومنټ احتجاج کوونکي خوشي کړي چې پولیسو په خپلسره توګه په پېښور کې نیولي دي".
دغه نیول شوي کسان د پېښور شرکۍ تاڼې ته وړل شوي وو، د وي او اې ډیوه خبریال فرید شینواري هڅه کړې چې په دې اړه د پولیسو نظر واخلي خو هغوی جواب نه دی ورکړی.
د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ایم یو مخکښ محسن داوړ وایي، نور ټول غړي یې بیرته خوشي شوي، خو څلور تنه لا هم د پولیسو په ولکه کې دي.
ثنا اعجاز تر نیول کېدو مخکې پر خپل فېسبوک یوه لایو ویډیو خپره کړې، چې پکې دوی تر احتجاج وروسته د پښتونخوا اسمبلۍ او ګورنر د دفتر پر لور لاریون کوي او ګڼ شمېر پولیس یې مخته روان دي. په دې ویډیو کې احتجاج کوونکي دا شعارونه ورکوي: "غواړو غواړو امن غواړو، را پرېږدئ را پرېږدئ، علي وزیر را پرېږدئ".
د پي ټي ایم مشران وایي په پېښور کې د دوی لسګونه غړو د ډاکټر سید عالم مسید او د دوی د نورو بندي ملګرو د نیول کېدو په ضد "پرامنه" احتجاج کاوه، چې وایي پولیسو ونیول او تاڼې ته یې بوتلل. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټویټر لیکلي:
"د پي ټي ایم احتجاج روان وو چې پولیسو ورباندې حمله کړې او د ثنا اعجاز په ګډون یې د پي ټي ایم 45 ملګري نیولي دي. دا ډول ګرفتارۍ یواځې د جبر او ظلم په خلاف زموږ د قانوني اوازونو بندول دي".
په نیول شویو کسانو کې د ډاکټر سید عالم مسید زوی ډاکټر مشتاق هم شامل وو، چې د پلار د را خوشي کېدو لپاره یې احتجاج کاوه. ډاکټر سید عالم مسید د جنورۍ پر درېیمه نېټه د پېښور پولیسو په حیات اباد کې له خپل کوره نیولی وو.
د تعلیم د مبارزې ملالې یوسفزۍ پلار او د ښځو د حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي په یو ټویټ کې د ثنا اعجاز د نیول کېدو غندنه کړې ده:
"د ثنا اعجاز ګرفتاري په کلکه غندم، مخالفین او ناراضا کسان نیول او په جېلونو کې بندول د هغوی د قانوني غوښتنو جواب نه دی".
پولیسو ډاکټر سید عالم د جنورۍ پر درېیمه ماخوستن وروسته له هغه ونیو، چې په دغه ورځ یې د پي ټي ایم د یو مخکښ او د قومي اسمبلۍ د غړي علي وزیر او نورو غړو د ګرفتارۍ په ضد په پېښور کې احتجاج کاوه او د جنورۍ پر څلورمه یې عدالت ته وړاندې کړ او عدالت هغه د څلورو ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره.
د پښتونخوا حکومت تر اوسه د ډاکټر سید عالم مسید او د پښتون ژغورنې غورځنګ د تازه نیول شویو کسانو د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو برسېره پر دې چې مرکزي حکومت د دې تحریک مشرانو ته د مذاکراتو بیا بیا وړاندیز کړی، پوځ او حکومت تور لګوي چې دوی پخپلو جلسو کې د پوځ او ریاستي ادارو په ضد خبرې کوي.