لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د هزاره ګانو د وژنې پرضد په کوټه کې کاربنديز، بل لور ته پرلت هم روان دی


په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنې پرضد د روان پرلت سره په کوټه کې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ تاجرانو هم کاربنديز کړی دی. په مچهـ سيمه کې د وژل شوؤ خواريکښو د مړو سره په پينځمه ورځ په کوټه مغربي بايي پاس احتجاجي پرلت دوام لري.

په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنې د پرلت په ملاتړ په کراچۍ ښار کې هم احتجاجي ناستې دوام لري چې له امله يې په سړکونو د ګاډو چلند د ستونزو سره مخ شوی او په هوايي اډه د الوتکو پروازونه لغوه شوي او ځنډېدلې دي.

په کوټه کې د مرکزي انجمن تاجران بلوچستان مشر عبدالرحيم کاکړ وايي د هزاره وروڼو سره يې د يو والي په موخه نن د زيارت په ورځ کاربنديز کړی او د کوټې ښار دوکانونه يې بند کړي دي.

پرون احتجاج کوونکو ته د بلوچستان صوبې وزيراعلی جام کمال او مرکزي وزيران ورغلي خو احتجاج کوونکو ورته ویلي چې څو پورې وزيراعظم عمران خان په خپله نه وي ورغلی دوی مړي نه ښخوي، پرلت نه ختموي.

له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت دوه نور مرکزي علي زېدي او زلفي بخاري کوټې ته ورغلي په احتجاجي پرلت د ناستو سره یې ليدلي ؤ خو احتجاج کوونکو يې خبره نه وه منلې.

د بلوچستان صوبې د بولان په مچهـ سیمه کې د خالي/شنبې په ورځ [دوهمه جنورۍ] د نامعلومه وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

پرون د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ټويټر ویلي ؤ د هزاره ګانو په تکليف خبر دی او زر به د هغوی څنګ ته لاړ شي هغه غږ کړی ؤ چې دوی دې خپل مړي ښخ کړي.

مسلم ليګ ن ويلي د ګوند مرستیاله مشره مریم نواز او راپورونه وايي د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري نن له ماتمي هزاره احتجاج کوونکو سره د خواخوږۍ لپاره کوټې ته ځي.

بل لور ته د کوټې د احتجاجي پرلت په ملاتړ په کراچۍ کې د احتجاجي مظاهرو له امله په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر د الوتکو يو شمېر پروازونه ځنډېدلي او لغوه/ منسوخ شوي دي.

د پاکستان د قامي هوايي شرکت وياند عبدالله د پروازونو لغوه کېدو او ځنډېدو خبر ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG