لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترکي ډرامو کتلو وخت لرې خو مظلومانو ته نه شې ورتلی؟ عمران خان ته دمخالفو مشرانو پیغور


په کوټه کې د وژل شوؤ خواریکښو د کورنیو د غوښتنې باوجود د وزیراعظم عمران خان کوټې ته په نه تګ دهیواد داپوزیشن ګوندونو مشرانو سختې نیوکې کړي اؤ وایي عمران خان خو د ترکي د درامو دپاره وخت لري خو دترهګرۍ پېښه کې دقربان شوؤ وګړو کورنیو ته د ورتګ وخت ورسره نه شته .

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي د مچهـ پېښه کې د مړو شوؤ خواریکښو د ښخولو په اړه د عمران خان دفرعونیت نه ډکه لهجه ښایي چې د هغه ورځې پوره شوي دي.

په کوټه کې دتیرو دشپږو ورځو راهسې په مچهـ سیمه کې د وژل شوؤ خواریکښو مړي داحتجاج په توګه اېښودل شوي دي اؤ د قربانیو کورنۍ ټینګار کوي چې وزیراعظم دې دهغوئ خواته پخپله ورشي .

خو عمران خان دجمعې په ورځ یوې غونډې ته پخپله وینا کې د مړو نه ښځول د بلیک میلنګ په نوم یاد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ “تاسو نن مړي ښخ کړي زه به هم نن کوټه کې یم”

د وزیراعظم په دې بیان خپل غبرګون کې دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي په غم داخته هزاره ورورولۍ دپاره دا دګواښ ډکې خبرې کول دهغوئ په زخمونو دمالګو شیندلو خبره ده.

هغه ویلي کوټه کې په سړک مړي پراته دي خو د وزیراعظم ماڼۍ کې دناست تن په سینه کې زړه نشته .

هغه دعمران خان په مخاطب کولو سره ویلي که په انسانانو دې زړه نه سوزي نو لږ ترلږه په هاغو مړو خو رحم وکړه چې دتیرو شپږو ورځو راهسې په سړک اېښودل شوي دي.

هغه عمران خان دطالبانو خواخوږی بللی اؤ ویلي یې دي هغه کې د انسانانو سره دغمشریکۍ هیڅ جذبه نشته.

د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز هم د یو شخصي ټي وي پروګرام کې په وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي” ته دترکي د ډرامو کتلو دپاره وخت لرې،ایکټرانو سره لیدنو ته وخت لرې، سپو سره لوبې کولی شې، خو دمظلومانو په سر د لاس اېښودلو وخت درسره نشته”

هغې ویلي دا دبې حسۍ انتها ده چې وزیراعظم د مظلومانو چغو اؤ فریادونو ته د بلیک میلنګ نوم اخلي اؤ په دې ورته شرم پکار دی.

خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد بیا وایي چې کوټه کې د خواریکښو په مړو ځېنې خلک دسیاست کولو هڅه کوي.

رسنیو ته شیخ رشید احمد ویلي چې عمران خان ځکه له مړو ښخیدو وروسته کوتې ته تلل غواړي تر څو په خلاص مټ خبرې وشي.

هغه ویلي د هزاره ورورولۍ ټولې غوښتنې حکومت منلي دي اؤ هیله ده چې معامله به زر هواره شي.

په دریمه جنورۍ د کوټې دبولان ضلعې په مچهـ سیمه کې ۱۰ خواریکښ وسله والو وژلي وؤ چې وروسته ددې وژنو پړه وسله والې ډلې القاعده پغاړه اخستې وه.

د وژل شوؤ کورنیو په کوټه بائي پاس دتیرو شپږو ورځو نه خپل مړي اېښودلي اؤ وایي ترڅو چې عمران خان دهغوئ خواته نه وي ورغلی دا مړي به نه ښخوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG