لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بکاخېل وايي: د بنو د کډوالو د کېمپ ځمکه دې خالي کړی شي


د خېبرپښتونخوا د بنو د بکاخېلو ځوانانواحتجاجي مظاهره کړې او غوښتي يې دي چې د کډوالو دپاره کومه ځمکه حکومت نيولې وه نوره دې دغه ځمکه خپلو مالکانو ته خالي کړی شي.

د بکاخېلو ځوانان او ګڼ نور خلک چې پرون د جمعې په ورځ د بنو په بکاخېلومنډۍ کې راټول شوي احتجاجي مظاهره يې کوله چې د دوی هغه 6000 زره کناله ځمکه چې دوی پرې کر کرونده کوله د شپږ کالو نه زياته موده یې وشوه چې کېمپ پرې جوړ دی نوره دې دغه ځمکه خالي کړی شي.

د مظاهره چيانو ځوانانو مشر محسن وزیري وايي، چې شپږ کاله وړاندې د علاقې خلکو د انساني خواخوږۍ په اساس غږ ونه کړو د کډوالو دپاره يې ځمکه ورکړه او کېمپ پرې جوړ شو خو اوس دوی اندېښنه لري چې ځمکه د دوی نه مستقله قبضه کول کيږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل حکومت په شمالي وزيرستان کې د امنيت دعوه کوي نو بيا ولې نه چې د کډوالو د کېمپ ځمکه خپلو مالکانو ته خالي کړی شي چې خلک پرې خپله کر کرونده کوي او پکار يې راولي.

هغه وويل اوس داسې ښکاري چې دغه کېمپ د کمېدو يا ختمېدو په ځای نور غځول کيږي، ځکه دوی اوس د مظاهرې د لارې کمپاين پېل کړو چې دوی ته دې خپله ځمکه واپس کړی شي.

په بنو کې د بکاخېل کډوالو کېمپ په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملیاتو په مهال جوړ شوی ؤ.

د احتجاجي مظاهرې يو بل ګډون وال وقار زمان وايي حکومت د ځمکې په سر نه خو قوم ته کرايي ورکړې او نه يې په بيه اخستې ده ځکه دوی ويره لري چې هسې نه دغه ځمکه په بشپړ ډول ونه نيول شي.

محمد نواز وايي د بکاخېلو کېمپ په قامي ځمکه جوړ شوی او دا د درې قومونو ځمکه ده پکار ده چې دغه ځمکه د قام په ګټه راشي او که بيا يې هم حکومت په کار راولي دا د غلام خان په غټه مرکزي لاره (سړک) دپاسه پرته ده پکار ده چې بيا پرې د قوم دپاره سکولونه، کالجونه ، هسپتالونه يا کاروباري مرکز جوړ شي.

خو د خېبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد چې د بنو نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی دی، وايي دغه ځمکه قوم په خپله مرضۍ ورکړې او پوځ ملکي اداره ده او پوځ په سيمه کې د امن دپاره موجود دی څو پورې چې ځمکه د پوځ پکار وي ورسره به وي.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي دا وخت د بکاخېل په کېمپ کې نزدې 2000 کډوالې کورنۍ مېشت دي چې د نړیوالو په ملاتړ ورسره مالي او خوراکي مرستې هم کيږي.

پي ډي اېم ای وايي د بکاخېلو په کېمپ کې زياتره د شمالي وزيرستان د دته خېل تحصيل خلک مېشته ده.

امنيتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ويلي چې د دته خېل تحصيل علاقه د تندلارو څخه پاکه کړی شوې زياتره امن پکې په ځای کړی شوی خو هلته د پرمختګ کارونه روان دي او ځینې د ماين پاکۍ عمليات هم دوام لري چې څنګه علاقه په بشپړ ډول پاکه شي پرمختيايي کارونه پکې وشي د سيمې خلک به بيرته ولېږل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG