لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:له ټاکنو پرته بل چاته واک نه سپارم


دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي دطالبانو ځان غوښتنه به دسولې دخبرو په روان بهیر منفي اغیز ولري اؤ واضحه کړې یې ده چې هغه به دټاکنو پرته واک بل چاته ونه سپاري.

امریکایي خبري شبکې سي این این سره مرکه کې ښاغلي اشرف غني ویلي افغانان دطالبانو پخوانۍ تګلاره نه مني اؤ ددې طرفدار نه دي چې بیا شاته لاړ شي.

خو څېړونکي وایي چې اوس چې په دوحه کې کومې بین الافغاني خبرې روانې دي هغې کې یوه موضوع دافغانستان د راتلونکي نظام هم ده اؤ ددې راتلونکي سیاسي نظام ذکر دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ ترسره شوي تړون کې هم شته،

ولسمشر اشرف غني ویلي افغانان یوه داسې سوله غواړي چې په ګډه پکې ستونزې هوارې شي اؤ افغانستان د هوسائنې دپاره په ګډه کار وکړل شي.

ښاغلي اشرف غني دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي چې دقطر پلازمینه دوحه کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دبین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاؤ دپاره تیارۍ سرته رسیدلي اؤ طالبانو تر دې مهاله دسولې په دغو خبرو کې افغانستان کې د یو نوي اسلامي نظام په رامنځته کیدو ټینګار کړی.

وي او ای ډیوه دافغان ولسمشر ددې دریځ په بابله چې د انتخاباتو پرته بل چاته واک نه پریږدي دطالبانو دنظر معلومولو دپاره په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ ته دټوئټر دلارې پیغام ولیږلو خو هغه دغه پیغام ته هیڅ جواب دی ویلي.

اسلام اباد کې میشت خبریال ښاغلی طاهر خان چې په دوحه کې یې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دسولې د روانو خبرو نه ځان باخبره ساتلی، وایي دبین الافغاني مذاکراتو اساسي مقاصدو کې یو مقصد دافغانستان د راتلونکي سیاسي نظام هم دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ چې دسولې کوم تړون شوی هغې کې هم ددې راتلونکي سیاسي نظام خاکه واضحه کړل شوې ده اؤ اوس پرې قظر کې هم دواړه خواوې (طالبان اؤ افغان دولت)خبرې کوي.

خبریال “طاهر خان طالبان خو دا موجوده حکومت نه مني اؤ هغوئ څو کرته په دې اړه خپل دریځ هم واضحه کړی دی، که دافغانستان ولسمشر پخپل دریځ ولاړ وي اؤ‌ په خبرو کې به دطالبانو دریځ هم د راتلونکي نظام په هکله نور واضحه شي ، نو دا هرڅه ښایي چې یو ټکر خو به دنوي نظام په هکله وي”

خو هغه وایي که خبره افغانستان کې دجګړې دختمیدو وي نو بیا به دواړه خواوې پخپلو دریځونو کې نرمي ښایي،اؤ دخپلو دریځونو څخه به ورته پشا کیدو ته اړتیا وي.

طاهر خان وایي که ولسمشر پخپل دریځ ولاړ وي نو هغه سره به یو جواز ځکه هم وي چې هغه داساسي قانون له مخې دټاکنو دلارې واک ته رسیدلی دی اؤ لا دنوي نظام دپاره اساسي قانون کې څه بدلون نه دی شوی ، خو اوس به کتل دا وي چې ایا طالبان هم پخپل دریځ ولاړ پاتې کیږي که هغوئ هم خپل دریځ کې څه نرمي ښایي.

هغه وویل که دافغان ستونزې سیاسي هواری لټول کیږي نو پخپلو دریځونو کې به نرمښت ته اړتیا وي اؤ که نرمښت نه ښودل کیږي نو بیا به ګرانه وي چې افغان ستونزه د خبرو دلارې هواره شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG