لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس غړي او اکثر امریکایان غواړي صدر ټرمپ دې له واکه ګوښه کړل شي


واشنګټن ــــ په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ د صدارت په اخیرۍ ورځو کې د هغه له خوا د څه کولو د اندېښنې تر زیاتېدو وروسته د ایوانِ نمایندګان سپیکرې نېنسي پلوسي تېره ورځ ویلي، د پېنټاګان له مشرانو جنرلانو یې پوښتلي چې د صدر ټرمپ د نیوکلیايي حملې کولو د مخنیوي لپاره یې څه ګامونه پورته کړي.‌

که څه هم دغه امکان لرې ښکاري خو دا ګام د نېنسي پلوسي او ځینو نورو قامي مشرانو له خوا د صدر ټرمپ د خپلې څوکې نه د لرې کولو هڅه ښکاري، که څه هم د ټرمپ د صدارت موده د جنورۍ په ۲۰مه نېټه ختمیږي.

بل لور ته رایټرز خبري ایجنسۍ د یوې سروې په بنیاد ویلي، چې د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو تر برید وروسته د امریکې 57 فیصده خلک غواړي چې صدر ټرمپ له واکه ګوښه کړل شي او مواخذه کړل شي.

نېنسي پلوسي په ایوانِ نماېندګان کې د ډیموکرېټ ګوند خپلو پلویانو ته لیکلي "نن سهار ما د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو مشر مارک مېلي سره خبرې کړې او ورسره مې په هغو احتیاطي ‌ګامونو خبرې کړې چې یو بې ثباته صدر د پوځي بریدونو شورو کولو او یا د نیوکلیايي حملې لپاره د کوډ د ورکولو مخه ونیسي".

په خط کې وړاندې لیکل شوي "د دې بې سره ولسمشر حالت د دې نه نور د خطره ډک نه شي کېدای او امریکايي‌ ولس د هغه د نامناسبه بریدونو نه ساتلو لپاره باید مونږ هر څه وکړو".

د تېرې پنجشنبې- زیارت او جمعې په ورځ په شوې نظر پوښتنه کې اکثر د ډیموکرېټ ګوند پلویانو برخه اخیستې خو د ریپبلکن ګوند پلویانو هم پکې د ټرمپ د لرې کېدو غوښتنه کړې ده. سروې ښیي چې په هرو لسو کسانو کې اوو کسانو پر کانګرس ودانۍ د برید له کبله غوښتل چې ولسمشر ټرمپ دې له واکه ګوښل کړل شي.

د وي او اې له خوا د جنرل مارک مېلي نه د دغو خبرو د تایید پوښتنې په ځواب کې د هغه ویاند ویلي، "د ګډو ځواکونو مشر د مېرمن پلوسي د نیوکلیايي برید په وخت د کوډ د پروسې په اړه د پوښتنو ځوابونه ورکړي"، خو دغه ویاندې د دې وضاحت و نه کړ چې په ټېلیفون نورې کومې خبرې شوې وې.

هم تېره ورځ ناوخته د امریکا د این بي سي ټيلیویژن په یو رپورټ کې ویل شوي چې نېنسي پلوسي خپلو ډیموکرېټانو ته ویلي، هغې ته دا باور ورکړی شوی چې صدر ټرمپ له خوا نه د نیوکلیايي حملې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړی شوي دي.

د امریکا صدر د نیوکلیايي وسلې کارولو یواځې اختیار لري او د دغې لپاره ورته د کانګرس یا د خپلو پوځي سلاکارانو نه د اجازې ضرورت نه وي، خو که چېرې یو پوځي کمانډر دا فیصله وکړي چې داسې کار غیرقانوني دی نو د دې امر منلو نه انکار کولای شي.

د پینټاګان اوسنيو او پخوانيو مشرانو چې دوی به د صدر له خوا کوم قسمه غیرقانوني امر نه مني. نېنسي پلوسي او د هغې نور پلویان په دې هم اندېښمن دي چې د کانګرس په ودانۍ برید کوونکو کې د صدر په رول د هغه نه حساب وغوښتل شي، چې پلویانو یې د کېپېټل محاصره وکړه چې د صدر منتخب جوبایډن تایید ودروي.

په دغه پېښه کې پینځه تنه مړه شوي چې یو پکې پولیس افسر هم دی. په کانګرس کې د ډېموکرېټ مشرانو د نایب صدر مایک پېنس نه د ایین د ۲۵م مادې غوښتنه کوي. دغه ماده یا ترمیم صدر د خپلې څوکۍ نه د لرې کولو لنډه او اسانه لاره ده، خوماېک پېنس دغې ته څه ځواب نه دی ویلی او خپلو همکارانو ته یې ویلي، د دغې ګام مرسته نه کوي.

په کال ۱۹۶۰م کې منظور شوې ۲۵ اییني ترمیم یا مادې لاندې که یو صدر ناتوانه شي نو په عارضي توګه واک اختیار نایب صدر ته منتقل کېدی شي، که چېرې د کابېنې زیات شمېر غړي یې منظوري ورکړي، خو څیړونکي وايي د صدر ټرمپ د صدارت د شمار ورځو پاتې کېدو په صورت کې ګرانه ښکاري.‌

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل د نوي منتخب صدر جوبایډن د سوګند پورته کولو په دستوره کې به شرکت نه کوي چې دا ډول به د پېړیو راهسې د یو داسې رسم نه ځان لرې کړي چې په امریکا کې د یو حکومت نه بل حکومت ته په پرامنه ډول د واک اختیار د انتقال علامت ګڼل کیږي.

ډانلډ ټرمپ د نوي صدر د سوګند په مراسمو کې د ګډون نه کولو خبره په داسې حال کې وکړه چې دوه ورځې وړاندې د هغه په حق کې احتجاج کوونکو په کانګرس یرغل وکړو او هغه غونډه یې وځنډوله چې پکې د نومبر په میاشت کې شوي صدارتي انتخاب نتېجه په رسمي ډول منظوره شوه.

د کانګرس په دغه غونډه کې په صدارتي انتخاب کې د صدر ټرمپ په مقابله کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن او د هغه سره کامله هېرس د بریا تصدیق وشو. په صدارتي انتخاب کې صدر ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار و او د صدارت د دویمې دورې خواهشمند وو.

نوی منتخب صدر به د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن کې په یوه دستوره کې سوګند پورته کوي. دوې ورځې وړاندې صدر ټرمپ په یو وډیو پېغام کې ویلي وو چې په اقتدار کې خپلې ورستۍ ورځې به دا خبره یقیني کولو ته ورکوي چې اقتدار په منظمه او ارامه ډول منتقل کړی شي.

صدر ټرمپ به دویم صدر وي چې د نوي صدر د سوګند پورته کولو په دستوره کې به شرکت نه کوي. د هغه نه یو سل او دوه پنځوس کاله وړاندې صدر اېنډریو جانسن هم د خپل جانشین د سوګند پورته کولو په مراسمو کې ګډون نه وو کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG