لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پمپېیو: په وایس آف امریکا کې یو نوی سباوون پیل شوی دی


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د ولسمشر ټرمپ له خوا د امریکې د نړیوالې مېډیا ایجنسۍ (یو ایس اې جي ایم) د نوي ټاکل شوي مشرتابه ملاتړ کړی چې د هغې پر مشر مایکل پېک تور لګېده چې ګواکې هغه دغه نړیواله رسنۍ د پروپیګنډې په توګه کاروي.

مایک پمپېیو د وایس آف امریکا خبریالان وستایل چې وایي د نړۍ په هغو هېوادونو کې- چې آمرانه حکومتونه پکې واکمن دي- خلکو ته بې طرفه او کره خبرونه رسوي، پمپېیو وویل "څوک چې زما خبره اوري هغوی ته وایم چې په وایس آف امریکا کې نوی سهار پیل شوی دی".

د ګل- دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د یو ایس اې جي ایم تر نظارت لاندې کارکوونکې رسنۍ وایس آف امریکا په مرکزي دفتر کې د وینا په مهال مایک پمپېیو وویل "د ټرمپ انتظامیه وي او اې د خپل اصل کار خواته روانول او له سیاسته پاکول غواړي او دا کار پخوا هم شوی دی".

یوه اوونۍ وروسته د امریکې رخصتېدونکي خارجه وزیر مایک پمپېیو په داسې وخت کې د کانګرس په مالي بودیجه د چلېدونکې ادارې یو ایس اې جي ایم د مشر ملاتړ کړی، چې په کانګرس کې د ریپبلکن او ډیموکرېټ دواړو ګوندونو اکثر غړي، څېړنکاران او ازاد خبریالان د ښاغلي مایکل پېک پر اقداماتو نیوکې کوي.

مایک پمپېیو د مایکل پېک هغه دعوې تکرار کړې دي چې وایي وایس آف امریکا د امنیت په اړه موجودو اندېښنو په لرې کولو کې ناکامه شوې وه او تور یې ولګاوه چې دغه اداره [تر پېک] مخکې له خپلې لارې اوښتې وه.

"غلطۍ باید ومنل شي خو دا وایس آف امریکا نه ده چې زموږ د عظیم ملت په اړه هرې غلطې خبرې ته توجه وکړي او ښکاره خبره دا هغه ځای هم نه دی چې د تهران او بېجنګ آمرانه حکومتونو ته ځای ورکړي".

مایک پمپېیو د وایس آف امریکا کار وستایه او ویې ویل چې دی له لسیزو راهیسې د دې ادارې کار ګوري، چې له 1942م کال راهیسې نشریات کوي، وایي "کېدای شي یو خبر به ښه یا بد وي خو دغه اداره خلکو ته ریښتیا وایي".

مایک پمپېیو پخپلو خبرو کې د وایس آف امریکا د کار تر څنګ پر ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې، خو د تېرې اوونۍ پر پېښه یې د وي او اې د خبریالانو د پوښتنې په جواب کې هیڅ ونه ویل چې د ولسمشر ټرمپ سلګونو پلویانو پر کانګرس ودانۍ یرغل وکړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG