لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دلنډمهاله حکومت بحثونه،دخلیلزاد درې طرحې اؤ دامریکایي ډپلوماټ سپیناوی


په افغانستان کې دلنډمهاله حکومت دبحثونو راپورته کیدو اؤ د ولسمشر اشرف غني ددې دریځ له امله چې هغه به واک یوازې د ټولټاکنو په نتیجه کې غوره شوي ځائ ناستي ته پریږدي افغانانو ته دهیواد دنوي دنوي نظام په هکله پوښتنې راولاړې شوي دي

په کابل کې دامریکې لوړپوړي سفارتکار یا شازدافئیر راس ولسن ویلي هیواد یې افغانستان کې دلنډمهاله حکومت پلوي نه دی اؤ ژمن دی چې د سیاسي جوړجاړي له لارې په افغانستان کې شخړې ته د پای ټکی کیږدي.

د چهارشبنې په ورځ ښاغلي ولسن پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي دوی هڅه کوي چې افغانستان یو خپلواک، متحد او دیموکرات پاتې شي او له ځان او ګاونډيو سره په سوله کې کړل شي چې د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې خوندي وساتي.

امریکایي ډپلوماټ لیکلي “دوحه کې د سولې دخبرو ګړندي کولو داړتیا په هکله مو زلمي خلیلزاد سره لیدلي، نظرونه او اندېښنې مو پوښتلي دي او دغو خبرو ته به دوام ورکړو”

امریکایي شازدافئیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې دموقت حکومت په هکله بحثونه تاوده شوي اؤ‌ پخپله ولسمشر اشرف غني هم روانه اوونۍ د سي این این سره یوه مرکه کې ویلي وؤ چې هغه به له ټاکنو پرته هیچاته واک نه سپاري.

خو راس ولسن پخپل ټوئټ کې سپیناوی کړی چې امریکا په افغانستان کې دیو لنډمهاله یو موقت دولت پلوي نه ده.

افغان سولې دپاره دامریکا استازی تیره اوونۍ کابل ته تللی ؤ اؤ ځېنې رپورټونو کې دعوه شوې ده چې دغلته یې دافغانستان سیاسي مشرانو سره دافغانستان د راتلونکي نظام په اړوند خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان طلوع ټي وي پخپل یو رپورټ کې د زلمي خلیلزاد سره دځېنو لیدونکو سیاستمدارانو له خولې دعوه کړې چې ښاغلي خلیلزاد افغان مشرانو سره د راتلونکي نظام په اړه په درېوؤ طرحو خبرې کړي دي.

طلوع پخپل رپورټ کې پخواني ولسمشر حامد کزي ته د نزدې تن ګل رحمان قاضي له خولې لیکلي چې یوه طرحه دا وه چې طالبان په اوسني حکومت کې ورګډ کړل شي، دویمه طرحه دطالبانو په دولتي جوړښت کې دموجوده حکومت ورځائیول دي اؤ دریمه دلنډ مهاله حکومت طرحه ده چې ټولې خواوې به پکې ځائ ولري.

افغان ولسمشر اشرف غني پخپله تازه مرکه کې ویلي وؤ دافغانستان خلک یو ځل بیا شاته تګ ته تیار نه دي اؤ طالبان په ولس خپلې غوښتنې نه شي تپلی.

تیره ورځ اسلام اباد کې میشت خبریال ښاغلی طاهر خان چې په دوحه کې یې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دسولې د روانو خبرو نه ځان باخبره ساتلی، ډیوه ته ویلي وؤ دبین الافغاني مذاکراتو اساسي مقاصدو کې یو مقصد دافغانستان د راتلونکي سیاسي نظام هم دی.

هغه ویلي وؤ د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ چې دسولې کوم تړون شوی هغې کې هم ددې راتلونکي سیاسي نظام خاکه واضحه کړل شوې ده اؤ اوس پرې قظر کې هم دواړه خواوې (طالبان اؤ افغان دولت)خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG