لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا پر کانګرس تر برید وروسته په څلورو غړو کې کورونا مثبت شوې


په کورونا اخته شوې غړې پرمېلا جېپال
په کورونا اخته شوې غړې پرمېلا جېپال

واشنګټڼ - په امریکا کې د کانګرس په څلورو کسانو کې وروسته له هاغې کورونا وموندل شوه چې په زور سره د تېرې اونۍ په مرګونو لاریونونو کې پټېدو ته اړ ایستل شول.

د کانګرس ۶۶ کلن غړي اډریانو ایسپېلات د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي،‌ چې ده ته د کورونا واکسین د دوهم ډوز له اخیستلو وروسته کورونا ورپورې شوه او اوس د روغتیا پالانو په لارښونه په خپل کور کې قرنطین شوی دی او سپارښتنې یې عملي کوي.

د کانګرس په دریو نورو کسانو کې چې پکې کورونا موندل شوې،‌ ۷۵ کلن بوني واټسن کولمن، ۵۹ کلن براډ شنېډر او ۵۵ کلنه پرامېلا جېپال شامل دي.

د جانسن انډ جانسن کمپنۍ لخوا د کورونا نوی واکسین د ازمېښت په وروستي پړاو کې دی:

د نیو انګلېنډ جورنال اف مېډېسن په یوې څېړنه کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ راغلي دي، چې د جانسن انډ جانسن لخوا یو ازمایښتي جوړ شوي واکسین په لومړني پړاو کې په دواړو ځوانانو او زړو رضاکارانو کې ځواکمن معافیتي یا دفاعي غبرګون ښودلی.

د فایزر بایوټېک او مډرنا د واکسینونو پر خلاف د جانسن انډ جانسن واکسین یواځې یو ډوز ورکول کېږي.

دغه واکسین اوس د وروستي پړاو ازمېښت په توګه په ۴۵۰۰۰ رضاکارانو ته ورکول کېږي او تمه ده چې په راتلونکې میاشت کې به د امریکا د خوړو او درملو له ادارې څخه د بیړني کارولو لپاره اجازه ترلاسه کړي.‌

یادې کمپنۍ د امریکا له حکومت سره د یو بیلین ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی چې له مخې به یې تر اجازې اخېستلو وروسته امریکا ته سل میلیونه ډوزه واکسین ورکوي.‌

ډبلیو اچ او: د نړۍ ۹۵ فیصده واکسین لسو هېوادونو ته ورکړل شوی

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او، اروپايي‌ مشر وايي، د کورونا واکسین له ۲۳.۵ میلینه ډوزو څخه ۹۵ فیصده یې چې په نړۍ کې وېشل شوی تر اوسه یواځې لسو هېوادونو ته ورکړل شوی دی.

هانس کلوګ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په کوپنهاګن کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې د کورونا د وبا په اړه د خپلې ادارې هغه شعار بیا تکرار کړ چې، "وایرس په اغېزناکه توګه ودروئ، د نړۍ واکسین باید په مساوي ډول ووېشل شي او غرییو او د کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو ته هم باید ورکړل شي.‌

په نړۍ کې د کورونا وبا د ختمېدو لپاره کلوګ وویل،‌" مونږ باید په ګډه کار وکړو او مونږ نشو کولای چې کوم هېواد یا کومه ټولنه له پامه وغورځوو."

ده دا هم وویل، چې په ډبلیو اچ او کې د کورونا لپاره جوړې شوې کمېټه یا کواکس په ګډه همکاري کوي چې واکسین هر هېواد ته ورسول شي.

په دې خبري غونډه کې د عامې روغتیا په برخه کې د ډبلیو اچ او متخصص ایهور پیرېنېتس باور څرګند کړې چې هر هغه څوک چې واکسین ته اړتیا ولري‌ ورته به ورسېږي.

کلوګ وویل، "همدا له دې سختو حالاتو څخه د وتلو یواځینې لاره ده ځکه تر هغو پورې هېڅوک هم خوندي نشي پاتې کېدای تر څو هر څوک خوندي‌ نه وي.

چین په اتو میاشتو کې له کورونا څخه لومړنۍ مړینه اعلان کړه:

چین په تېرو اتو میاشتو کې له کورونا څخه خپله لومړنۍ مړینه په داسې حال کې اعلان کړه چې د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او ډله ووهان ته ورسېدله تر څو د کورونا وبا د پېلېدو په اړه پلټنې وکړي‌.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له دغې مړینې سره په چین کې له کورونا څخه د مړه شویو ټولټال شمېره له ۴۶۰۰ څخه واوښته.

چین په پېکنګ کې تر ۲۰ میلیونو زیاتو خلکو باندې د نوي قمري کال څخه مخکې چې په فیبرورۍ میاشت کې راځي، لاک ډاون لګولی دی.

په چین کې د کورونا له کمو شمېرو سره دا پوښتنې راپورته کېږي چې چین د کورونا د وبا په اړه د معلوماتو په خپرېدو باندې څه ډول کلک کنټرول ساتي.‌

د پلټونکو دغه ډله نېږدې د ډبلیو اچ او او چینايي چارواکو ترمنځ تر یو کال خبرو اترو وروسته چین ته ورسېدله.

له دغې لس کسیزې ډلې څخه دوه تنه یې په سینګاپور کې له دې امله ایسار کړای شول چې په وینه کې د کورونا انټي باډيانې وې او پاتې کسان ووهان ته له رسېدو سره سم ۱۴ ورځني قرنطین ته ننتوتي او تر هغې وروسته به بیا خپلې پلټنې پیلوي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره په ووهان کې وموندل شو او بیا په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته خپور شو چې د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه پورې تر دوه میلیونو زیات کسان مړه او تر ۹۲ میلیونو زیات کسان اخته شوي‌ دي.

ددې ترڅنګ د اسیا په نورو برخو لکه جاپان کې د کورونا وبا له امله لګېدلی بیړنی حالت نور هم اوږد کړای شوی دی.‌

جان هاپکنز وايي، په تېرې میاشت کې په جاپان کې په کورونا د اخته او ترې د مړو شویو کسانو شمېر دوه چنده زیات شوی دی او ناروغان یې تر ۳۱۰۰۰۰ څخه اوړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG