لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غلام خان بندر لاره به د منځنۍ اسيا پورې د سوداګرۍ مرکزي دروازه وګرځي، سوداګر


سوداګر د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر د افغانستان سره د ټرانزيټي سوداګرۍ دپاره د لارې د پرانستو هرکلی کوي او وايي که په دغه لاره ټولې اسانتياوې برابرې شي دا به نه يواځې د پولې دواړو غاړو ته سوداګرو بلکې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ سره د منځنۍ اسيا پورې د سوداګرۍ مرکزي لاره وګرځي.

د شمالي وزيرستان يو سوداګر علي بت خان وايي د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله د دوی روزګارونه په ټپه ودريدلي وو او د لارې پرانستو دا اوسنۍ پريکړه د دوی د پاره زېری دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دې لارې پرانستو سره به د دوی کاروبارونه بيا روان شي او دا به نه يواځي شمالي وزيرستان بلکې د دې ګټې به د صوبې او د ملک ډيرو برخو ورسيږي.

هغه زياته کړه د پولې پورې غاړې خوست، ګرديز او د کابل پورې تجاران به د دې لارې پرانستو نه ګټې پورته کوي.

سوداګر وايي، دا لاره افغانستان سره د چمن، تورخم او نورو لاره په پرتله زياته نزدې ده، په سامان وړلو راوړلو مصرف کم راځي او وخت پرې هم کم لګي چې له امله به يي په غلام خان لاره باندې د ګاډو تګ راتګ سېوا شي.

د شمالي وزيرستان يو بل تجار شاه ولي ډيوه ته وويل دوي د پاکستان نه چای، غوړي، سيمنټ، سيخ او نور ګڼ شمېر سامانونه افغانستان ته وړي او د هغه ځايي نه وچې مېوې، سبزیانې، د ګاډو سامان او نور خوراکي توکي راوړي.

شاه ولي وايي دا لاره فقط د شمالي وزيرستان او نزدې سيمو د پاره نه بلکې د منځنۍ اسيا د پاره د مرکزي تجارتي دورازې حثيت لري.

نوموړي ويل د هند نه واله تر تاشقند پورې دا لاره د تجارت د پاره کارول کيدې شي خو اوس هم د بين الاقوامي تجارت جوګه کېدو په لړ کې ځينې خنډان لري.

هغه زياته کړه په دې لاره جوړې ټرمينلې کمزورې دي، پکار ده چې دې د پاره شمالي وزيرستان او د پولې پورې غاړه خوست ته دې د تجارانو د تګ راتګ دپاره اسانۍ جوړې کړی شي.

نوموړي وويل دلته د بېنکونو څانګې پرانستل پکار دي او د کسټم نظام د پاره دې متبادل ځايي بندوبست وکړی شي.

شاه ولي وايي چې دلته دې د وېزې ورکولو سهولت ورکړل شي په سيمه کې به د روزګار زمينې برابرې شي او خلک به يي نورو هېوادونو ته د مزدورو دپاره تللو نه خلاص شي.

عبدالله د افغانستان نه تازه سبزۍ راوړي او د پاکستان نه مېوې افغانستان ته وړي، واېي چې دوی ته دې د ازاد تجارت کولو اجازه ورکړل شي ځکه چې اوس دوي کوم مالونه افغانستان ته اړوي هغه په غلام خان بندر باندې بل ګاډي منتقل کوي او بيا د افغانستان ډرائيوران هغه د کابل او نورو سيمو منډيانو ته رسوي.

عبدالله وويل په غلام خان بندر تجارت کونکو ته دې داسې تذکرې ورکړل شې چې په دواړو هېوادونو کې پرې په ازاده توګه ګرځېدل کولی شي نو دې سره به د دواړو هېوادونو تجارت وده ومومي.

د سوداګرو د شکایتونو په اړه يو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل په دغه لاره چې سوداګر څومره مسلې په ګوته کوي، دا ټولې مسلې به د درېو نه تر شپږو مياشتو پورې هوارې کړی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG