لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبائیډن انتظامیه به افغان سوله کې پاکستان ته په مهم نظرګوري،ددفاع نومول شوی وزیر وایي


د امریکا نومول شوي دفاعي مشر جنرال لاییډ جی آسټن ویلي دجوبائیډن انتظامیه به پاکستان ته د افغانستان د سولې پروسه کې د یو مهم ملګري په توګه ګوري.

د امریکا د سینیټ د ځواکونو کمټې ته خبرو کې دامریکا نومول شوي ددفاع مشر جنرال لاییډ جی آسټن ویلي پاکستان افغانستان کې مهم کردار لوبولی شي او القاعده او داعش خراسان ته ماتې ورکولو او د سیمې ثبات ته د ودې ورکولو د پاره امریکا د پاکستان سره کار ته اړتیا لري.

هغه داهم ویلي چې پاکستان یو خپلواکه هیواد دی خو فشار به پرې راوړل کیږي چې خپله مزکه د تندروه ډلو پټنځایونو جوړیدو اؤ دترهګرۍ دمقصدونو دپاره کارؤل کیدو ته پرې نه ږدي.

جنرال جی اسټن وایي پاکستان او امریکا به ګډو ګټو ته پام راګرځوي چې پکې د پاکستاني ځواکونو دمشرانو تربیه هم شامله ده.

جنرال لاییډ جی آسټن د امریکا د مرکزي کمانډ پخوانی مشر دی او که چرې د امریکا سینټ منظورې ورکړه نو هغه به د امریکا نوی ددفاع وزیر وټاکل شي.

بل پلو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یوه شخصي ټیلي وژن جیو سره خبرو کې ویلي د امریکا د نوي انتظامیې او پاکستان تر منځ یو شمیر مشترکات دي اؤ هغه باور لري چې یوه انتظامیه به هم پاکستان د پامه ونه غورځول شي.

ښاغلي قریشي ویلي دجوبائیډن نوي انتظامیه کې نومول شوو یو شمیر چارواکو د ډیموکریټانو دحکومت په دوره کې پاکستان سره کار کړی او دوئ په سیمه ښه پوهه دي.

دیوې پوښتنې ځواب کې هغه ویلي "چیلنجونه شته خو پاکستان د سیمې یو مهم هیواد دی او ډیر څه وړاندې کولی شي"

دپاکستان پخوانی پوځي افسر اؤ ددفاعي چارو څېړونکی بریګیډیر(ر ) سید نذیر وايي د پاکستان حیثیت په جیو ستراتجیکي کچه ډیر مهم دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي "امریکا به د پاکستان سره اړیکې ساتل غواړي او نه به غواړې چې پاکستان د چین په ځولۍ کي واچول شي"

امریکې د ډانلډ ټرمپ انتظامیې د واکمنۍ په موده کال ۲۰۱۸م کې پر پاکستان خپلې دفاعي مرستې تړلې وې خو تیر کال د فرورۍ په ۲۹مه نیټه د امریکا او افغان طالبانو تر منځ دسولې تړون کې د پاکستان لخوا د کردار ترسره کولو وروسته د دواړو هیوادونو په اړېکو کې یو څه ښه والی بیا لیدل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG