لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تربت کې د ځوان حیات بلوچ د وژنې په تور ملېشه عسکر ته د مرګ سزا واورول شوه


کوټه ــــ د بلوچستان د کېچ ضلعې د تربت اوسېدونکي ځوان حيات بلوچ په وژلو تورن د ملېشه ځواک سرتېري ته د مرګ سزا اورول شوې ده او د حیات بلوچ کورنۍ پرې خوښي څرګنده کړې او زر تر زره د عدالت پر پرېکړه د عمل غوښتنه کړې ده.

د ملېشه ځواک سزا شوی تن شادي الله نومېږي او هغه اوس یوه میاشت وخت لري چې د سزا خلاف هایکورټ یا سپریم کورټ ته درخواست ورکړي.

د حيات بلوچ مشر ورور راز محمد وي او اې ډيوه ته وويل مور پلار او دوی ټول نن خوشحاله دي، ولې چې عدالت د دوی په حق کې فيصله وکړه:

"موږ ډېر خوشحاله يو پلار مې راته وويل نن انصاف راته ملاو شو".

د حيات بلوچ د مقدمې وکيل جاړين دشتي وایي پینځه مياشتې وړاندې د حيات د ورور په مدعيت کې د درج شوې مقدمې فيصله د کېچ ضلعې سېشن کورټ جج رفيق احمد لانګو په عدالت کې وشوه:

"په عدالت کې درې عیني شاهدان پېش شول، د حيات مور د حيات پلار او يو بل لاروی او د دې تر څنګ د پوليسو تفتيشي افسر هم پېش شو. نن د هغه فيصله واورول شوه، د دفعې 302 تحت جرم ثابت شو ولې چې حیات بلوچ اته ګولۍ ويشتل شوی وو او عدالت د قصدا مرګ وباله او مجرم ته یې د مرګ سزا واوروله".

د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی حياب بلوچ د بلوچستان د کېچ ضلعې د تربت اوسېدونکی وو. د حيات مور او پلار وایي زوی یې د رخصتیو تېرولو لپاره کلي ته ورغلی وو.

د 2020م کال د اګست مياشتې پر 13مه د بلوچستان د تربت په ابسر سيمه کې د ايف سي ځواک له موټر سره له بمي چاودنې سمدستي وروسته د ايف سي ځواک سرتېري نيزدې باغ ته ور ننوتي وو چې حيات بلوچ پکې له خپل مور پلار سره کار کاوه.

د حيات بلوڅ مور پلار هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې د ايف سي ځواک سرتېرو د دوی زوی حيات په زوره له باغه و ايست او بيا يې د دوی په مخ کې په ناترسۍ په ډزو وواژه.

د حايت بلوچ د مرګ له پيښې څو شېبې وروسته اخيستل شوی يو عکس پر ټولنيزو رسنيو ډېر زيات خپور شو. په دې عکس کې د حيات په وينو لړلي جسد سره د هغه مور د اسمان لوري ته دواړه لاسونه پورته کړي او چيغې وهي، پلار يې ويرنيولی ناست وي.

دې پېښې او عکس د خلکو غصه را وپاروله، پر ايف سي ځواک سختې نيوکې وشوې او د حيات لپاره يې د انصاف غوښتنه وکړه.

له احتجاجونو وروسته د بلوچستان ايالتي حکومت او د ايف سي ځواک مشرانو وويل چې د حيات کورنۍ ته به ضرور انصاف ورکول کيږي. له هغه وروسته د ايف سي ځواک سرتېری پولیسو ته وسپارل شو.

په پېژندنې پرېډ کې د حيات پلار د شادي الله په نامه د ايف سرتېری د خپل زوی قاتل بللی وو. پوليس وايي مجرم هم خپل جرم منلی او اخر عدالت هغه ته د مرګ سزا واوروله.

د عدالتي فيصلې په حقله د بلوچستان حکومت يا د "ايف سي" فرنټېر کور ځواک کوم دريځ تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.

د حيات بلوچ وکيل جاړين دشتي وايي، د ايف سي ځواک سرتېري شادي الله ته د ضلعي عدالت د فيصلې پر ضد هايکورټ او سپريم کورټ ته د تللو قانوني حق حاصل دی.

خو د حيات بلوچ ورور راز محمد وايي شادي الله که سپريم کورټ ته ولاړ هم شي، دوی به هم د هغه پر ضد په عدالت کې وړاندې کيږي او د پوره پوره انصاف د ترلاسه کولو تر وخته به دا مقدمه چلوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG