لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جوبایډن د کار په لومړۍ ورځ د ټرمپ د پرېکړو د ختمولو په ګډون 15 فرمانونه لاسلیک کړل


واشنګټن ــــ د امریکې نوي ولسمشر جوبایډن د جنورۍ پر 20مه تر سوګند څو ګنټې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د کار په لومړۍ ورځ 15 فرمانونه لاسلیک کړل، چې په هغوی کې د هغو نهو پرېکړو ختمول هم شامل دي چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ کړې وې.

ښاغلي بایډن په خپل دفتر کې د دغو فرمانونو او یاداشتونو د لاسلیک په وخت خبریالانو ته وویل: "د کار د پیلولو لپاره بل داسې وخت نه شته لکه نن. زه د هغو ژمنو په پوره کولو پیل کوم چې ما د امریکې له خلکو سره کړې دي".

د ډانلډ ټرمپ‌ د حکومت په هغو پرېکړو کې چې صدر بایډن ختمې کړې دي، د پېرس د موسمي بدلون تړون ته د امریکې بیرته ور شاملولو او د کډوالو خصوصاً د اسلامي هېوادونو د کډوالو پر راتګ بندیز ختمول دي.

بایډن چې د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې کوم لومړیتوبونه ټاکلي په هغه کې لومړی یې د کورونا وایرس په ضد مبارزه ده. نوموړي د شورو- چارشنبې په ماښام امر کړی چې په ټولو فیډرل دفترونو کې به ماسک پر مخ تړل او ټولنیزه فاصله لازمي وي.

صدر جوبایډن د هغه بیړني فنډ د ځنډولو او د مېکسیکو دېوال د کار درولو امر هم کړی چې ډانلډ ټرمپ د 2018م کال په فرورۍ کې اعلان کړی وو.

صدر جوبایډن د پخواني صدر هغه پرېکړه هم ختمه کړې چې تېر کال یې د روغتیا له نړیوال سازمانه د وتلو لپاره کړې وه. ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وایرس په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن کړی او ویلي یې وو چې پر دې ادارې د چین اثر دی.

صدر جوبایډن د ټرمپ هغه فرمان هم ختم کړ چې له مخې یې د تېر کال له سرشمېرنې په امریکا کې مېشت هغه خلک ایستلي دي چې د امریکا ښهریت نه لري. په امریکا کې د هرې نوې سرشمېرنې په بنیاد د هر ایالت د کانګرس غړي او د الیکټرل کالج ووټونه زیاتېږي. د بایډن انتظامیې ډاډ ورکړی چې د سرشمېرنه اداره به بیرته د خلکو کره شمېرنه کوي.

د صدر جوبایډن د مطبوعاتو سیکرټري جین پیساکي او د هغه نورو اعلی چارواکو د پرانیستنې په مراسمو کې خبریالانو ته ویلي چې د صدر د لومړۍ ورځې کارونه د راتلونکې اوونۍ د هغې لړۍ یوه برخه ده چې د ټرمپ د پالیسیو ختمول پکې شامل دي.

د سي این این په وینا ولسمشر جوبایډن به د پنجشنبې- زیارت په ټوله کاري ورځ کې د کورونا وایرس د مخنیوي پر هلو ځلو تېروي او د جمعې په ورځ به د بې روزګارۍ، روغتیایي بیمې او ځینو نورو مسایلو په اړه د اقتصادي مرستو پر پېکج کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG