لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په ايټمي وسلو د بندیز د لوظنامې هرکلی کړی


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل انټونيو ګوټېریس دفتر او د سره صليب او سرې مياشتې نړيوالو ادارو د جمعې په ورځ د شوې هغې معاهدې هرکلی کړی چې په ايټمي وسلو بندیز لګوي.

دا په تېرو شلو کلونو کې اول ځل دی چې 51 هېوادونو دا لوظنامه لاسليک کړې چې د ايټمي وسلو د ختمولو په لور يو مهم ګام بلل کيږي.

د نړۍ غټو ايټمي طاقتونو چې امريکا او روس هم پکې دي د دې لوظنامې برخه نه دي خو يادو نړيوالو ادارو په ټولو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د دې برخه جوړ شي چې نړۍ د تباهۍ نه وژغورل شي.

لوظنامه په ژمنو هېوادونو دا پاسلونه کوي چې په خپل هېواد کې د ايټمي وسلو لا يې د اثراتو ښکار شوو وګړو ته به علاج، بيا په خپلو پښو ودرول او متاثرينو ته نفسياتي مرستې رسوي.

لوظنامه ژمنو هېوادونو ته وايي هغه ټول ځايونه به پاکوي چې د نيوکلير د استعمال لا ازمېينو د سوبه متاثره شوې وي. د ملګرو ملتونو د سېکرټري جنرل وياندې سټېفني ‌‌‌‌‌‌ډوجارېک په يو بيان کې ويلي:

"د ايټمي چاودنو او ايټمي ازمېينو ښکار شوو خلکو ‌‌‌‌‌‌ډېرې بوږنوونکې تجربې دي او هم دوی د دې لوظنامې په شا اخلاقي قوت دی".

په بيان کې ويل شوي د ايټمي وسلو ختمول د ملګرو ملتونو د ټولو لوی وړمبيتوب دی او زياته يې کړه چې د نړۍ ټول هېوادونه دې د نيوکلېر وسلو د ختمولو په اړه چابک ګامونه واخلي چې د دې د استعمال نه د کېدونکې تباهۍ نه انسانيت او چاپېريال وژغورل شي.

په بيان کې وايي چې سيکرټري جنرل په ټولو هېوادونو غږ کوي چې "په ټولو کار کول به د بشر د اجتماعي تحفظ او امن د پاره دا خواهش په ريښتيا بدل کړي".

د سره صليب د نړيوالې کمېټۍ مشر پيټر ماورر د انټر نيشنل فېډرېشن آف ریډ کراس او ریډ کريسسنټ سره په شريک بيان کې ويلي:

"نن انسانيت وګټله. دا لوظنامه چې د 75 کالو د زيار پايله ده يو روڼ پيغام ورکوي چې د اخلاقي، انساني او اوس د قانوني لحاظ نه هم ايټمي وسلې د منلو وړ نه دي".

د اي ايف آر سي صدر فرانسېسکو روکا د لوظنامې په اړه وويل "دا لوظنامه مونږ ټولو ته يو تپوس ږدي چې ايا ايټمي وسلې دې بندې شي که نه؟ په ايټمي وسلو بندیز عملي کول زمونږ د کوښښونو پيل دی نه چې پايله".

د اي سي آر سي او اي ايف آر سي چارواکي د ايټمي طاقتونو سره سره په نړۍ غږ کوي او په خصوصي توګه په هغو هېوادونو چې د ايټمي وسلې د نه خورولو د لوظنامې برخه دي او وايي په هغه لار روان شئ چې نړۍ د ايټمي وسلو پاکه شي او دا د ټولو ذمه واري ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG