لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر 100 میلینه ته نزدې شوی


واشنګټن ــــ په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر 100 میلینه ته نزدې شوی او تر اوسه پورې تر 21 لکه زیات کسان ترې مړه شوي چې زیات شمېر یې په یورپ‌ او امریکا کې دی.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپورټ تر مخه ووهان چرته چې کرونا وایرس په لومړي ځل موندل شوی وو د کرونا وایرس څخه د 4635 مرګونو لویه برخه درلوده، چې دا شمېر یې د میاشتو راهیسې په ځای ولاړ پاتې دی.

د اپرېل د میاشتې د ۸مې نېټې وروسته چې پکې هغه بندیزونه یا لاک ډاون کم چې د کرونا وبا په پیل کې لګول شوي وو د لرې کېدو نه وروسته بیا داسې کوم ښکاره د دغې یاد وایرس خورېدل نه دي لیدل شوي.

رپورټ زیاتوي چې دا سوال لا اوس هم په ځای پروت دی چې دا وایرس د کوم ځای یا د څه نه پیدا شوی او آیا د ووهان او چین چارواکو په توندۍ سره د دې خلاف عمل کړی وو او نړۍ ته یې راڼه یا شفاف ډول معلومت ورکړي او کنه.

یو کال مخکې، په دوه بجې ووهان ښار کې سمارټ فونونو ته لیږل شوی یو میسج یا پیغام کې د نړۍ لومړنی د کورونا وایرس لاکډاون اعلان کړ چې شپږ اویا ورځې یې دوام درلود، خو د خالي- شنبې په ورځ پکې خلک سهار واک یا ورزش باندې لیدل کیږي.

د اې ایف پي رپورټ تر مخه ووهان د یوولس ملینه خلکو ښار تر ډېره حده پورې خپل عادي حالت ته راغلی، خو په ګرده نړۍ کې دا وایرس مخ په خپرېدو دی.

د جان هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو تر مخه،‌ کرونا وایرس چې په ګرده نړۍ کې یې د نهه کروړه او څلور اتیا لکه نه زیات خک ناروغه کړي او د یوویشت لکه او دیارلس زره نه زیات یې وژلي دي.

هم په دې حال کې چې اسټر زینکا د کرونا وایرس د وېکسینو په جوړولو کې ستونزو سره مخ ده، د جرمني د صحت وزیر بیلډ جینز سپاهن رسنیو ته ویلي چې توقع ده د برتانیې د دوایانو یا درملو جوړولو کمپني اسټرا زینکا به د فرورۍ په میاشت کې جرمني ته د کرونا پر ضد د وېکسینو درې میلینه یا دېرش لکه خوراکه یا ډوزونه ورکوي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د چارواکو د خولې لیکي چې اسټرا زینکا د یورپي یونین یا اروپایي اتحاد ته د جمعې په ورځ ویلي چې د ویکسینو په تولید کې د ستونزې له امله به دوی د دغې بلاک یا اتحاد ته د دې کال په لومړیو درې میاشتو کې د کوویډ-19 وېکسینو شپېته فیصده برخه کمه ورکوي. یورپي اتحاد ته به یودېرش میلینه د وېکسینو ډوزه ملاویږي.

بل خوا کرونا وایرس چې په پاکستان کې یې د یوولس زره نه زیات خلک وژلي او د پنځه لکه او دېرش زره نه زیات یې ناروغه کړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې دا خبره څرګنده کړه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ورته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، چين به پاکستان ته د 31م جنورۍ پورې د کوېډ-19 پر ضد سينوفرم پينځه لکه ويکسين ډالۍ کړي.

کرونا وایرس چې په ګرده نړۍ کې یې امریکا ډېره اغېزمنه کړې، د جان هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو تر مخه یاد وایرس په امریکا کې د څلور لکه او پینځلس زره نه زیات خلک وژلي او د دوه کروړه او او اته څلوېښت لکه نه زیات یې ناروغه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG