لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې په سعودي عرب د بريد غندنه کړې


امريکې د سعودي عرب په پلازمينه د هوايي بريد کولو غندنه کړې او ويلي يې دي ښايي دغه برید د عامو خلکو په هدف کول وو.

د سعودي عرب سرکاري ميډيا ویلي، د سعودي عرب حکومت د خالي په ورځ ميزايل يا ډرون ودرولی دی.

حوثي ياغيانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي دي.

له دې وړاندې حوثي ياغيانو د پولې د پورې غاړې په سعودي عرب بريدونه کړي، وروسته له هغې چې د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد د حوثيانو پرضد د يمن د ملاتړ دپاره عمليات پېل کړي وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د خالي د ورځې بريد د ټولو نړيوالو قوانينو سرغړونه ده او د سولې دپاره کېدونکې ټولې هڅې اغېزمنوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بيان کې ویلي، امریکا د سفارتي لارې د تاؤ تريخوالي دپاره کار کوي چې د يمن جګړه ختمه شي خو د خپل اتحادي سعودي عرب دفاع به هم کوي چې د بريدونو يې وژغوري او د ثبات زيانونکو مخه به نيسي.

سعودي په يمن کې وروسته له هغې عمليات پېل کړي چې حوثيانو د یمن پلازمينه صنعا نيولی ؤ، په يمن کې په هوايي بريدونو کې ټکونه هم شوي چې عام ملکي وګړي پکې وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG