لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو پلاوي د ايران سفر کړی


طالبانو ویلي په قطر کې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ يې يو پلاوي نن د نهې/سه شنبې په ورځ [26 جنورۍ] د ايران سفر کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم د طالبانو د پلاوي د ايران د سفر په اړه ویلي، طالبانو د ايران په بلنه دغه سفر کړی دی.

هغه ويلي د طالبانو پلاوی به د ايراني چارواکو سره په ايران کې د مېشتو افغان مهاجرينو او افغانستان او سيمې په روانو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې اترې وکړي.

طالبانو له دې وړاندې هم د ايران سفرونه کړي دي.

امریکا د وړاندې نه په ايران تورونه لګولي چې ايران په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ملاتړ کوي او د القاعده مشران ساتي.

ايران دغه تورونه رد کړي وو.

روانه مياشت د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيمو بيا په ايران تور لګولی ؤ چې ايران د القاعده سره پټې اړيکې ساتي او په څو ايراني چارواکو يې نوي بنديزونه لګولي وو.

طالبانو په وروستيو کې د پاکستان سفر هم کړی ؤ.

طالبانو په داسې وخت کې د ایران سفر کړی چې د امریکا د ملي امنيت سلاکار جېک سولوين د جمعې په ورځ ويلي چې امریکا اراده لري چې د فرورۍ 2020 د امریکا او طالبانو توافقنامې ته بيا کتنه وکړي او ارزونه به کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنه پورې کړې؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی او د افغان حکومت او نورو شريکانو سره يې معني خېزې خبرې روانې کړي دي که نه دي.

بل لور ته د روانې مياشتې په لومړو کې په قطر کې د افغان طالبانو او افغان حکومتي استازو ترمنځ د خبرو دوهم پړاؤ پېل شوی خو تراوسه پورې په دغو خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG