لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاع وزارت: د ای ایس ای پخوانی مشر اسد درانی له 2008م کال راهیسې له هندي استخباراتو سره اړیکې لري


واشنګټن ـــ د پاکستان د دفاع وزارت د ملک د استخباراتي ادارې ای ایس ای پر پخواني مشر اسد دراني‌ تور لګولی چې وایي هغه له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د هندوستان له استخباراتي‌ ادارې (را) سره اړیکې لري.

په اسلام اباد هایکورټ کې له ملکه بهر د سفري بندیز له نوملړه د اسد دراني د نوم ایستلو په اړه درخواست په جواب کې د دفاع وزارت خپل جواب جمع کړی چې په هغه کې یې له اې سي ایل څخه د هغه د نوم د ایستلو مخالفت کړی دی.

دفاع وزارت پخپل جواب کې اسد درانی په هېواد ضد فعالیتونو تورن کړی او لیکلي یې دي "له هغه 2008م کال راهیسې له ملک دښمنه عناصرو سره اړیکې لري چې په هغه کې د هند استخباراتي اداره (را) هم شامله ده او امکان وو چې په پاکستان ضد لیکنو کې یې برخه اخیستې وای".

اسد دراني د دفاع وزارت د دې تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې یې دا ډول تورونه په وار وار رد کړي دي.

د ای ایس ای پخواني مشر اسد دراني د هند د استخباراتو له پخواني مشر امرجیت سینګ دلت سره په ګډه د "دي سپای کرانیکلز" [جاسوسي تاریخچه] په نامه کتاب لیکلی وو، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په کتاب کې داسې مواد هم شامل دی چې د هېواد له ملي سامتیا سره تړاو لري.

د اسد دراني او امرجیت سینګ دلت په ګډ کتاب کې دا خبره په ډاګه شوې، چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یواځې ډاکټر شکیل اپریدي مرسته نه وه کړې، بلکې د پاکستان د استخباراتو یوه پخواني افسر هم امریکایانو ته د بن لادن د اوسېدو ځای ور ښوولی وو، چې وایي په بدل کې یې هغه ته پینځه کروړه ډالره د انعام په توګه ورکړل شوې وې.

د پاکستاني پوځ استخباراتي‌ ادارې ایم ای د دې کتاب تر چاپېدو وروسته د ملک د کورنیو چارو له مرکزي وزارته غوښتي وو، چې د اسد دراني نوم د سفري بندیزونو نوملړ ته واچوي او د 2018م کال له مې میاشتې راهیسې پر هغه له هېواده بهر د تلو بندیز دی.

اسد دراني د کورنیو چارو وزارت له خوا ورباندې لګېدلی سفري بندیز په اسلام اباد هایکورټ کې چېلنج کړی وو او هایکورټ په دې اړه له داخله وزارته جواب غوښتی وو خو د دفاع وزارت جواب ورکړ چې له دې نوملړه یې د هغه د نوم ایستلو مخالفت کړی او د درخواست اورېدنه یې د فرورۍ تر دویمې اوونۍ ځنډېدلې ده.

د دفاع وزارت پخپل جواب کې ویلي چې د اسد دراني په اړه پلټنې لا دوام لري. وایي هغه غوښتل چې له هېواده بهر سفر وکړي او په ځینو نړیوالو کانفرنسونو کې ګډون وکړي، چې وایي هلته به د ده ویناوو د ملي سلامتیا خطرناکې اغېزې لرلې وای.

80 کلن اسد درانی د پاکستان د پوځ پخوانی لیفټیننټ جنرل دی، چې په 1988م کال کې د پوځي استخباراتي ادارې ایم ای مشر وو او تر هغه دوه کاله وروسته په 1990م کال کې د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG