لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستر محقق، نقاد او شاعر مشتاق مجروح يوسفزی په حق ورسېد


مشتاق مجروح يوسفزی
مشتاق مجروح يوسفزی

د پښتو ژبې ستر محقق، نقاد او شاعر مشتاق مجروح يوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله نن په 28م جنورۍ ساه ورکړه، ارواښاد د يوې مودې نه د پړپوسانو د ناروغتيا ښکار وو.

د مشتاق مجروح يوسفزي زوي توقير احمد يوسفزي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د پلار د مړينې خبر تاييد کړو او وې ويل هم نن به يې په پلارني کلي د مردان په مايارو کې خاورو ته وسپاري.

د توقیر په خبره مشتاق مجروح يوسفزی په کال 1954م کې هم په مايارو کې زېږېدلی، په مردان کې يې ابتدايي او تر لسم پورې زده کړې کړي او د پېښور پوهنتون نه يې په پښتو کې ماسټري کړې وه.

هغه وويل پلار يې په بېلابيلو ورځپاڼو او مجلو کې ادارت کړی څو کاله يې د باچا خان مرکز نه د پښتون مجلې د مدير په حېث خدمات هم ترسره کړي دي.

د توقیر په وېنا ارواښاد نهه لس کتابونه چاپ کړي چې پکې د تحقيق او تنز و مزاح سره يې په پښتو ګرايمر او لغاتو او نورو موضوعاتو مهم کتابونه چاپ کړي او زياتوي ځينې کتابونه يې چې شاعري هم پکې شامل ده چاپ ته تيار دي.

هغه وويل په چاپ کتابونو کې يې، [يارانه په شلتالو، تکلونه]، [زرکاڼی، صنايع بدايع، پينځه ايډيشنه]، [تکل دسته، تکلونه]، [هذا ما کنزتم، په پټه خزانه تحقيق]، [ساهو پښتو، د املا په حوالې سره]، [منظوم خوشحال]، [د تاريخ ژړا، قلندر مومند ته تاريخ ګويي] شامل دي.

توقير وویل، مجروح يوسفزي په خپل ليک کې زیات پام تحقيق پله کړی او شاعري يې کړې ده خو چاپ کړې يې نه ده، دوی به يې چاپ کوي.

جرنلېسټ او ليکوال شاعر روښان يوسفزی وايي، "د مشتاق مجروح يوسفزي مړينه د پښتو ژبې او په ځانګړي ډول په ادب کې د تحقیق او تنقيد په برخه کې يې ډېر خدمات ترسره کړي ډېر کار يې کړی دی په دغه برخه کې غټ تاوان وشو په املا او انشا او صنايعو او بدايعو يې کار کړی او په دې موضوعاتو کې هغه د قلندر مومند نه وروسته يوه اتهارټي ګڼل کېدو".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې روښان يوسفزي وويل، " په 1962 کې چې قلندر مومند د ساهو ليکونو مرکه پېښور کوم تنظیم جوړ کړی ؤ د قلندر مومند د مړينې نه وروسته مشتاق مجروح د هغې عمومي سېکتر ؤ هغه نشتونه به يې روان ساتل دغه مرکه يې روانه ساتله نو مرکې ته غټ تاوان وشو ځکه چې د هغه په نظر د ساهو ليکونکو په مرکه د هغه د پای بل شخصيت نه ښکاري".

ګڼو شاعرانو پوهانو، اديبانو په ټولنيزو رسنيو د مشتاق مجروح يوسفزي خدمات ستايلي دي چې د پښتو ادب دپاره يې ټول عمر خدمات ترسره کړي دي.

نوموړی روښان يوسفزی وايي د مجروح يوسفزي په ناروغۍ کې د بده مرغه نه خو په حکومتي کچه او نه په قامي کچه د هغه سره چا لاس نه دی کړی مياشت نيمه يې په درملنه ټول خپل خرڅ کړی دی، د هغه چې کوم علاج او خدمت پکار ؤ هغه شان نه دی شوی.

توقير وايي نزدې 40 ورځې يې د پلار د ناروغۍ شوې وې. هغه هم وايي چا يې هم پوښتنه نه ده کړې يواځې د افغانستان کونسلر ورسره يو څه امداد کړی او پاتې نه حکومت او نه بل چا ورسره لاس کړی دی.

هغه وويل دوه کاله يې باچا خان مرکز ته د کار په لړ کې بقايا جات پاتې وو د عوامي نيشنل ګوند د کلچر سېکتر خادم حسېن ورسره د مرستې دپاره يو ځل رابطه کړې او حکومتي استازي ورسره يو ځل رابطه کړې خو د هغې وروسته يې بيا چا تپوس نه دی کړی.

خو د عوامي نيشنل ګوند صوبايي د کلچر سېکتر خادم حسېن وايي د مشتاق مجروح يوسفزي مړينه د پښتو ژبې او خدمت دپاره غټ تاوان دی او هغه يې د خدماتو ستاينه کوي او هغه ته د عقیدت پيرزونې وړاندې کوي.

د توقير احمد د دغه خبرې په اړه په حېث خادم حسېن وايي، هغه د توقير سره څو ځله رابطه کړې چې د ګوند صوبايي صدر او دوی ورتلل غواړي خو توقیر هغوی نه منع کړي دي.

خادم حسېن زياته کړه که د مرکز سره یې څه قسمه ماملات وي بايد د مرکز سره رسمي رابطه وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG