لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهان: د دینی مدرسو اصلاحات یو غټ چیلنج دی خو ضروري دي


پوهان وايي، د حکومت لخوا د دینی مدرسو اصلاحات، د یوې ضابطې لاندې راوستل او راجېستر کول یو غټ چیلنج دې خو د مدرسو منځني بهیر یا میانه روۍ ته راوستل د هېواد په ګټه دي او د دې کار سرته رسول په کار دي.

په همدې موضوع د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د انګریزی ورځپاڼې ‌‌‌‌‌‌ډان اداریه لیکلې.

په اداریه کې راغلي، په ملک کې يو ځل بيا په زرګونو ديني مدرسو د منځني بهیر ته راوستلو د پاره په دې کې مالي، انتظامي او نصابي اصلاحاتو د پاره وفاقي حکومت کوششونه شروع کړي دي، خو په وروستيو کې هم اسلام اباد کې د ديني مدرسو زده کونکو د حکومت د دغو هلو ځلو پر ضد احتجاجونه او مظاهرې کړي دي.

د يوې اندازې تر مخه په ملک کې دا وخت دېرش زره مدرسو کې ۲۹۵ مدرسو حکومت سره ځان رجسټرکړی دی او په ورستيو کې دا احتجاجونه ښيي چې د رجسټرېشن يا د ديني مدرسو د دغه اصلاحاتو عمل په حقله اوس هم مخالفت شته او دا کار به اسان نه وي.

د مدرسو له خوا په وروستیو کې د شویو مظاهرو او د هغوی د تحفظاتو په هکله د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، چې ملک کې د مدرسو د رجسټرېش مسئلې سره د اسلامي نظرياتي کونسل څه تعلق نشته خو پکار ده چې دا عمل کاميابۍ سره ترسره شي.

"د رجسټرېشن دا عمل خو ډېر کاميابۍ سره روان و او د تعليم د وزارت لاندې د دوي رجسټرېشن کېدونکی و خو د دوي په رجسټرېشن فارم باندې څه تحفظات وو. زه نه يم خبر چې هغه تحفظات ختم شوي دي او که نه.”.

ویل کیږی چې د مدرسو له طرفه په رجسټریشن فارم باندې د هغوی د څه اعتراضاتو له وجې دغه عمل کښې رکاوټ راغلې.

ډاکټر قبله اياز ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، دوي په اول کې رجسټرېشن ته تيار وو، ځکه چې د دوي بېنک اکاونټونه نه جوړېدل د رجسټرېشن نه بغېر. دا وخت کې مشکلات خو شته دی خو د دې حل هم دغه دی چې د تعليم وزارت دې مسلسل د خپلو پينځو وفاقونو سره رابطه ساتي او دا ممکنه ده چې څه ښه نتيجه يې راوځي.

پوهان وايي دا عمل ګران ضرور دی خو حکومت ته به ملک کې یو تعليمي نظام راوستلو د پاره دغه اصلاحات کول وي.

د ديني مدرسو په هکله د حکومتي اصلاحاتي هلو ځلو په اړه د ملیټنټ ‌‌‌‌‌‌ډسکورس نومی کتاب ليکوال او څيړونکی پروفېسر خادم حسېن وايي،

که د مدرسو د زده کونکو خبره په مخکې تلل وي چې هغه د مارکيټ، ټولنې او کلتور برخه جوړ شي او که ترهګري او انتها ګري پر مخ بوتلل وي، نو د دې د پاره د مدرسو اصلاحات يو مهم کردار لوبوي.

خو تر ټولو مهم کردار به دا وي چې عمومي تعليمي اصلاحات مخې ته راوړل شي، او تعليم چې څنګه د پاکستان په ائين کې دی چې تعليم وړيا هم وي او دې سره سره معياري هم وي، د هر ماشوم لپاره يقینی کړې شی. نو هله به د دغه اصلاحات اثر په ټولنه ښکاری.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر خادم حسین وايي، څرنګه چې مخکې مدرسې د بهرنیو مرستو مالی سره د نورو ملکونو په خوښه د افغان جهاد لپاره استعمال شوې وې. اوس پکار ده که اصلاحات کيږی نو دا د بهرنیو ملکونو دبا‌ؤ پر ځای دې د پاکستان حکومت پخپله د ملک بهتری لپاره وکړی ځکه چې دا د نیشنل ایکشن پلان هم مهم نقطه ده.

د پېښور پوهنتون د پيس اېنډ کنفلېکټ سټډيز څانګې يو استاد پروفېسر ډاکټر جميل احمد هم وايي د ديني مدرسو د اصلاحاتو د پاره هڅې د ډېرو کلونو راهېسې کيږي خو تراوسه د دغه مدرسو له خو مزاحمت کيږي.

هغه وايي، د غېر دولتي ادارو په شان د دې مدرسو هم د رجسټرېشن او د رېګولراېزېشن په هکله قوانين او طريقه کار په اړه، د دې مدرسو پوهې او استعداد زياتولو سره سره حکومت ته د ديني مدرسو اعتماد هم پکار دی. او هغه وايي اسلامي نظرياتي کونسل په دې هکله مهم کردار لوبولی شي.

"پاکستان له خپله يو قامي تعليمي پاليسي وضع کول پکار دي چې په هغې کې زمونږ د بېلا بېلو شعبو، زمونږ د عقاېدو، زمونږ د کلتور او زمونږ د معاش ټولې مسلې په هغې کې په ګوته کړی شوې وي. نو له دې نه ورسته چې کله بيا د رجسټرېشن يا د رېګولراېزېشن خبره کيږي نو هغې کې به ټولې خواوې او څومره خلک چې په دې کې شامل دي هغوي به پکې شرکت کوي."

د ډان انګرېزۍ ورځپاڼې هم په خپله اداريه کې ویلي، حکومت او د حکومت مخالف ګوندونه دا وخت يو بل ته مخامخ دي او د حکومت مخالف ګوندونو کې هغه مذهبي سياسي جماعتونه هم شامل دي کوم چې په ديني مدرسو کې يو غټ زور او اثر لري، دا وخت مدرسو کې به څه قسمه اصلاحات کول يا د دې رجسټرېشن کول يو ګران عمل او حکومت ته يو غټ چېلنج وي خو حکومت ته د دې چېلنج نه په شا کېدل نه دي پکار.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG